جلال اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو د لاريون په ترڅ کې د يوې فرانسوۍ مجلې له خوا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د کاريکاتور خپرول وغندل .
فرانسوۍ شارلي ابدو مجلې موده مخکې د حضرت محمد (ص )کاريکاتور خپر کړى و، چې په غبرګون يې دوه تنو په پاريس ښارکې ١٧ تنه ووژل، خو تر دې پېښې وروسته يادې مجلې يوځل بيا دغه کار وکړ چې له امله يې د يو شمېر هېوادونو غبرګونونه راوپارول.
د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو نن د مرغومي په ٢٨مه په دې غبرګون سوله ييز لاريون وکړ او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې په کابل کې دې د فرانسې سفارت وتړي.
د لاريون کوونکو په استازيتوب د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يوه محصل شېرعلي په دې تړاو يو پرېکړه ليک ولوست چې په کې ويل شوي : (( افغان حکومت دې له کابله د فرانسې سفير وشړي او سفارت دې وتړي.))
د پرېکړه ليک په بله برخه کې راغلي چې د ننګرهار پوهنتون محصلين د فرانسوي مجلې د دغې کړنې غندنه کوي.
شېرعلي وويل: (( موږ له اسلام او خپل دين څخه دفاع ته چمتو يو.ژوند د محمد لپاره کوو او مرګ مو د محمد لپاره دى.))
څو ورځې مخکې د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د کاريکارتور د خپرېدو په غبروګون لاريون کړى و .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن