ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه ټنه تاريخ تېر او بې کيفته خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

لسګونه ټنه تاريخ تېر او بې کيفته خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

author avatar
18 Jan 2015 - 18:32
لسګونه ټنه تاريخ تېر او بې کيفته خوراکي توکي او درمل وسوځول شول
author avatar
18 Jan 2015 - 18:32

جلال اباد، ښرنه (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): په ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې لسګونه ټنه تاريخ تېري او بې کيفته خوراکي توکي او درمل وسوځول شول.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر نجيب الله کاموال پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې ٣٥ ټنه بې کيفته او اته ټنه تاريخ تېر  درمل وسوځول.

هغه وويل چې دا تاريخ تېر توکي يې د تېرو اوو مياشتو په اوږدو کې د دې ولايت له بېلا بېلو هټيو او شرکتونو څخه راټول کړي وو.

ده يادونه وکړه چې په جلال اباد ښار کې د جوسو جوړولو يو شرکت هم تاريخ تېر جوس توليدول چې دوى يې ٢٥٠ کارتنه جوس قرنطين کړي او تر وروستۍ پرېکړې وروسته به ددې شرکت مسوولين قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

بله خوا د پکتيکا ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې هم يونيم ټن تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول ‫.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست استازي ډاکټر اسدالله رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا توکي يې له  بېلابېلو هټيو راټول کړي او نن يې په عام محضر کې وسوځول .

رسولي له هټيوالو هيله وکړه چې تر دې وروسته تاريخ  تېري توکي وارد نه کړي  .

د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ګلبدين پژواک اژانس ته وويل دا لومړى ځل دى چې په دې ولسوالۍ کې راټول شوي تاريخ تېر  توکي نيول  او بيا سوځول کېږي.

هغه غوښتنه وکړه چې دې پروسې ته دې دوام ورکړل شي، ځکه خلک نه پوهېږي چې استعمالوونکي توکي يې تاريخ تېر او بې کيفته دي که نه.؟

د يادې ولسوالۍ يوتن هټيوال سردار محمد بيا وايي چې کليوال هټيوال تر ډېره د توکو پر تاريخ نه پوهېږي او حکومت بايد د خرڅلاو په اصلي بازارنو کې په دې تړاو پلټنې وکړي.

 د پکتيکا د عامي روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل له پژواک سره په مرکه کې وويل چې تر دې وروسته به د يادې ولسوالۍ په ګډون په ټول ولايت کې ياده پروسه عملي کړي

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.