کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي، د کورنيو چارو وزارت په لوړپوړو چارواکو د ډله ييز او ځانمرګي بريد مخه يې نيولې ده.
له ياد رياست څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، يوې پنځه کسيزې وسله والې ډلې هوډ درلود، چې د کورنيو چارو وزارت په لوړپوړو چارواکو باندې ډله ييز او ځانمرګى بريد ترسره کړي.
سرچينه کاږي، ياد کسان خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت منسوبينو له خوا له چاودېدونکو توکو او وسايلو، دوو تومانچو، ۲۰ لاسي بمونو او دوه جوړو پوځي يونيفورم سره يو ځای د کابل ښار د اتمې ناحيې له اړوندو سيمو څخه نيول شوي دي.
خو سرچينې د دې کسانو د نيولو نېټه او کره ځاى نه دى په ګوته کړى.
د سرچينې په وينا، نيول شويو کسانو پلان درلود، چې د امنيتي ځواکونو د يونيفورم، جعلي کارتونو او يو عراده زرهي ډوله موټر په واسطه د کورنيو چارو وزارت ته ننوځي او د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه د غونډې پر مهال د درې ځانمرګو بريدکوونکو په وسيله ډله ييز او ځانمرکی بريد ترسره کړي.
ملي امنيت وايي، په نيول شويو کسانو کې نصرت الله د نوراحمد زوی، چې اوسمهال د پېښور په بورډ سيمه کې استوګنه لري او د اسلام اباد پوهنتون محصل او د ياد بريد سازمان ورکوونکی؛ عصمت الله د جنت ګل زوی، د ځانمرګو بريدکوونکو ساتونکی؛ نظام الدين د اميرګل زوی ځانمرګى بريد کوونکی؛ عزيزالرحمن د فضل رحمن زوی، ځانمرګی بريدکوونکی او نظرمحمد د خيرمحمد زوی، ځانمرګی بريدکوونکی شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دې کسانو د لومړنيو څېړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی دی.
وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن