ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت د بشري حقونو د موازينو عملي کولو ته ژمن دى”

“حکومت د بشري حقونو د موازينو عملي کولو ته ژمن دى”

author avatar
19 Jan 2015 - 15:25
“حکومت د بشري حقونو د موازينو عملي کولو ته ژمن دى”
author avatar
19 Jan 2015 - 15:25

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله د بيان ازادۍ د حکومت او ټولنې له وياړونو وبلله او ټينګار يې وکړ چې د هغو ستونزو د هوارۍ په موخه به اقدام وکړي چې خبريالان ورسره مخ دي.

ډاکټر عبدالله دغه ټکى نن د بشري حقونو د څارونکو د اسيا برخې له مرستيال مشر فليم کاين او په افغانستان کې د دې موسسې له مشر څېړونکي پاتريشيا ګاسمن سره په ليدنه کې څرګند کړ.

د حکومت اجرائيه مشر بشري حقونه د هېواد په اساسي قانون کې د يوه مهم اصل په توګه ياد کړل او ويې ويل چې حکومت د بشري حقونو د موازينو عملي کولو ته ژمن دى.

پاتريشيا ګاسمن په افغانستان کې خبريالانو ته د ګواښونو ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ملي يووالي له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د خبريالانو او د بيان له ازادۍ پرېکنده ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو د څارونکو دغو دوو چارواکو د خبريالانو پر وړاندې سرغړونو ته د لاسرسي قانون په اړه ستونزو او معلوماتو ته د لاسرسي په قانون کې د شته ستونزې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په اړه شته ستونزې د افغانستان په ملي شورا کې هم شته او په ورته وخت کې په ولايتونو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي په برخه کې هېڅ اقدام نه دى شوى.

ټاکل شوې د بشري حقونو دغه بنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه خپل راپور د سې شنبې (د مرغومي ٣٠مه) په ورځ خپور کړي.

ډاکټر عبدالله وويل چې د بيان ازادي د حکومت او ټولنې له وياړونو ده او د هغو ستونزو د حل لپاره به اقدام وکړي چې خبريالان ورسره مخ دي.

اجرايي مشر وويل: ((موږ له ښځو سخت ملاتړ او پر وړاندې يې د تاوتريخوالي کمښت ته ژمن يو او په دې برخه کې به په خپلو ټولو شته امکاناتو سره هڅه وکړو.))

دا په داسې حال کې ده چې ٢٠١٤ کال کې د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال و او په اوږدو کې يې د خبريالانو د وژل کېدو د اتو پېښو تر څنګ ورسره د تاوتريخوالي ١٢٥ پېښې هم ثبت شوې دي.

د ٢٠١٥ کال په پيل کې په ننګرهار کې يو ځايي خبريال د وسله والو له خوا ووژل شو او د خبريالانو د دفاع ټولنو د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د احتمال ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.