ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارغنداب پر سيند د محافظوي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې

د ارغنداب پر سيند د محافظوي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
19 Jan 2015 - 18:57
د ارغنداب پر سيند د محافظوي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
19 Jan 2015 - 18:57

کندهار(پژواک ٢٩مرغومى ٩٣):د کندهار ولايت د ارغنداب پرسيند د ٣١ کيلومتره محافظوي ديوال په جوړېدو سره به دسيند په اوږدو کې د زرګونو جريبه کرنيزو ځمکو د تخريب مخه ونيول شي.

ديادې پروژې چارې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کليو د پراختيا وزارت  له خوا پيل شوې.

د کليو او پراختيا وزارت سرپرست طارق عصمتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ارغنداب پر سيند د محافظوي دېوال د جوړولو پر پروژه ٢٢ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې د پنځو کلونو په موده کې به بشپړه شي.

هغه زياته کړه، دغه محافطوي دېوال د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته د دې ولسوالۍ له سربند سيمې څخه پيل بيا تر باباولي زيارت پورې د ٣١ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي.

ده وويل ، چې د دې دېوال په جوړېدو سره به د ارغنداب سيند په اوږدو کې د زرګونو جريبه کرنيزو ځمکو د تخريب مخه ونيول شي.

هغه دا د يوې ډېرې مهمې پروژې په توګه ياده کړه او ويې ويل چې دغه پروژه د خلکو د پر له پسې غوښتنو او په دې برخه کې تر ډېرو هلو ځلو وروسته د کليو د پراختيا وزارت له لوري منظور شوې ده.

د ده په خبره، د دې پروژې ټول لګښت د همدې  وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي او د رغونې چارې يې د APG په نوم د کندهار يوه شرکت ته سپارل شوې دي.

عصمتي د سيمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د پروژې څارنه وکړي، تر څو ټول پړاوونه يې په سمه توګه پلي شي.

د کندهار سرپرست والي  توريالي ويسا، په دې ولايت کې د دې لويې پروژې په پيل کېدو خوښي وښودله او ويې ويل چې له دې سره به د ارغنداب ولسوالۍ د اوسېدونکو هغه ستونزې حل شي چې سيند به يې په زرګونو جريبه ځمکې ويجاړولې.

هغه وويل، ولايتي اداره به هڅه وکړي چې دغه پروژه په سمه توګه عملي شي او په خپله د سيمې اوسېدونکو ته په کې د کار کولو زمينه هم برابره شي.

د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي هم دا د ارغنداب د اوسېدونکو لپاره يوه ګټوره پروژه ياده کړه او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته دې د محافظوي دېوال د دويم پړاو کار هم پيل کړي چې باباولي زيارت څخه تر باغ پُل پورې غځېږي.

د دې ولسوالۍ د خواجه ملک سيمې يوه مخور نظر محمد وويل چې د دې پروژې له لارې به له يوې خوا دغلته بې روزګاره ځوانان د پنځو کلونو لپاره په کار وګومارل شي او له بله پلوه به د پروژې په بشپړېدو سره د ارغنداب سيند اوبو ته مسير وټاکل شي او د هغوى ځمکې به له ويجاړېدو وژغورل شي.

خو په همدې حال کې بيا د همدې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران د کندهار ولايتي شورا ته ورغلي وو او غوښتنه يې کوله چې د محافظوي دېوال د جوړېدو چارې دې د ارغنداب ولسوالۍ يوه ودانيز شرکت ته وسپارل شي.

د اغا محمد په نوم د دې ولسوالۍ د ناګهان سيمې اوسېدونکي وويل چې دا ولسوالي ودانيز شرکتونه لري او د دې لپاره چې د دې ولسوالۍ ځوانان او د خلکو موټرونه او ټراکټورونه په کار لوېدلي وي، بايد دغه پروژه د دې ولسوالۍ کوم شرکت ته ورکړل شي.

هغه ادعا کوله چې د ارغنداب ولسوالۍ پرته د بلې سيمې ودانيز شرکت دغه پروژه په سمه توګه نه شي پلې کولى.

د خلکو د دغو ادعاوو په ځواب کې د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې هڅه کوي د سيمې قومي مشران او د دغه ودانيز شرکت مسوولين، چې د پروژې چارې ورسپارل شوي سره کېنوي، تر څو هغوى خپل شرايط ورته وړاندې کړي.

 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.