خوست (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د خوست-ګردېز پر يوه لار د ترافيکې پېښې له امله د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان مړه او د څلور پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار ۹ بجې د خوست- ګردېز پر لويه لار د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د داخيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل، د پوليسو د رينجر او کرولا موټرو د ټکر په دې پېښه کې درې کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.
ځدراڼ زياته کړه: ((په دې پېښه کې يوه ښځه، يو يو کلن ماشوم او يو سړی مړه شوي او په ټپيانو کې څلور ملکي وګړي او څلور پوليس دي.))
د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکټر عبدالمجيد منګل هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ياده مرګ ژوبله تاييد کړه.
هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې د يوه پوليس او د دوو ملکي وګړو روغتيايي حالت نازک دی.
د خوست د ترافيکو مديريت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ظاهراً د دې پېښې لامل د موټرو ګړندى تګ او د چلوونکو بې پروايي بللې شوى دى.
سرچينې زياته کړه چې د پېښې په اړه ترافيک پوليسو خپلې څېړنې پيل کړې.
سرچينه همدارنګه وايي چې ټکر دواړه موټر ډېر خراب شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن