ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې د ورېښمو صنعت وده کړې

په شمال کې د ورېښمو صنعت وده کړې

author avatar
19 Jan 2015 - 14:00
په شمال کې د ورېښمو صنعت وده کړې
author avatar
19 Jan 2015 - 14:00

مزارشريف (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د شمال د ورېښمو صنعت په برخه کې کارکوونکې مېرمنې وايي چې د شمال زون د کليوالي مېرمنو په مرسته په دې وروستيو کې دغه صنعت د ودې په حال کې دی.

د بلخ په ځينو ولسواليو او شاوخوا ولايتونو کې د کليوالو مېرمنو په مرسته دغه صنعت د ورېښمو چينجيو له روزنې پيلېږي او د ټوکر تر جوړېدو پورې رسېږي.

د ورېښمو چينجي چې هګۍ يې له بهره واردېږي، خړ ته ورته رنګ لري او د شارو د هګۍ په اندازه وي، چې له ۴۵ ورځو روزنې وروسته پر غوزې بدلېږي، چې همدا غوزه له تخنيکي پروسې وروسته پر تار او ټوکر بدلېږي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د رابعه مريم په نوم د ورېښمو د صنعت په برخه کې د کارکوونکي صنعت مسوولينې وايي چې د ياد شرکت په مرسته د شمال زون د بېلابېلوولايتونو ۳۰۰۰ کليوالې مېرمنې د ورېښمو د صنعت په برخه کې له دوی سره کار کوي چې په کلني ډول د ورېښمو سلګونه زره چينجي پالي او د ورېښمو تر توليد وروسته ټوکر جوړوي.

د دغه شرکت مسوولې رابعې مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو اتو کلونو راهيسې په بلخ او شاوخوا شمالي ولايتونو کې د ورېښمو صنعت په برخه کې کار کوي.

نوموړې زياته کړه چې په پيل کې يې د ورېښمو د ۲زره چينجيو له روزنې په بلخ ولايت کې هڅې پيل کړې چې دمګړۍ يې دغه لړۍ د سلګونه زره چينچيو تر روزنې او د ټوکر تر جوړونې رسولې ده.

د هغې په وينا، په لومړي پړاو کې دوی له بهره د ورېښمو چينجيو هګۍ واردوي، کليوالي مېرمنو ته يې د روزنې لپاره ورکوي او په پای کې د دوی د شرکت له لارې ورېښم توليدوي.

مېرمن مرادي وويل چې تېر کال يې له ګاونډي هېواد تاجکستان څخه د ورېښمو د چينجيو ۵۰۰ جعبې واردې کړې چې هر جعبه يې ۱۲کيلوګرامه وزن لري او په هر کيلوګرام کې شاوخوا ۱۰۰۰ دانې د چينجيو هګۍ وي.

نوموړې زياته کړه چې د ورېښمو د چينجيو د روزنې لپاره د کلي شين چاپېريال تر ټولو مناسب ځای وي او د کليو چاپېريال تر ډېره دغه کار ته مساعد وي.

د هغه په وينا، همدا لامل دی چې د ورېښمو صنعت په شمال کې تر ډېره په مېرمنو پورې اړه پيدا کوي.

مېرمن مرادي وويل چې دوی د بلخ پر دهدادي، بلخ او دولت اباد ولسواليو سربېره د شمال زون په سمنګان، فارياب او جوزجان ولايتونو کې هم د ورېښمو چينجيو روزونکې کاريګرې مېرمنې لري.

مرادي وويل چې د شنو پاڼو شتون د ورېښمو چينجيو په روزنه کې له کليوالي مېرمنو سره مرسته کوي.

نوموړې زياته کړه چې دوی په پيل کې کاريګرو مېرمنو ته د ورېښمو چينجيو د سمې روزنې په موخه څو ورځنی ورکشاپ جوړوي.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن شفيقې چې له تېرو پنځو کلونو د ورېښمو چينجي روزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاره په کليوالي شين چاپېريال کې د مېرمنو لپاره خورا اسانه ده.

نوموړې زياته کړه چې دوی له ياد شرکت او د کرنې او مالدارۍ له رياست سره د قرارداد له مخې د ورېښمو چينجي روزي چې په مرسته يې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتياوې پوره کوي.

د هغې په وينا، د ورېښمو چينجيو هګۍ له ۴۵ ورځو ساتنې وروسته پر غوزه بدلېږی، چې بيا يې دوی شرکت ته سپاري.

مېرمن شفيقې وويل چې په لومړۍ اوونۍ کې چينجی له هګۍ بهر کېږي چې د ((اوري)) په اندازه وي او توربخن رنګ لري، د دويمې او درېيمې اوونۍ په اوږدو کې ورته د توت شينې پاڼې ميده ميده کوي چې همدا يې خوراک وي.

همداراز له څلورمې څخه تر شپږمې اوونۍ پورې اندازه يو څه غټېږي او سپين ته ورته رنګ غوره کوي او تر اتمې اوونۍ پورې پر غوزه بدلېږي.

نوموړې زياته کړه چې له دې وروسته يې دوی شرکت ته سپاري چې له تخنيکي پروسې وروسته لومړی په تار او بيا ټوکر ترې جوړېږي.

په مزارشريف ښار کې د رابعه مريم شرکت کارکوونکې مېرمن شهلا پژواک ته وويل چې غوزې په لومړي پړاو کې سپړل کېږي او تار ترې جوړېږي چې له همدې تارونو له بېلابېلو رنګونو ورکولو وروسته بيا د ماشين په وسيله ټوکر جوړېږي.

نوموړې زياته کړه چې ياد شرکت د ټوکرو تر څنګ د ورېښمو له تارونو وخت ناوخت غالۍ هم جوړوي.

د رابعه مريم شرکت مسوولې مېرمن رابعې مرادي وويل چې په ياد شرکت کې ورسره له ۳۰ زياتې مېرمنې د ورېښمو د صنعت په برخه کې کار کوي.

نوموړې زياته کړه چې دوی څادرونه، د جامو ټوکر، دستمالونه، غالۍ او داسې نور توليدات کورنيو او بهرنيو بازارونو ته وړاندې کوي چې تر دې دمه له خپلو چارو خوښ دي.

د هغه په وينا، د دولت ملاتړ ته جدي اړتيا لري چې د ورېښمو د چينجيو د وارداتو لا اسانتيا ورته برابره کړي او د دولتي ملاتړ له لارې يې توکي نړيوالو مارکېټونو ته لاره ومومي.

مرادي وويل چې د کب له ۱۵مې د ورېښمو د چينجيو د هګيو د پالنې موده پيلېږي او سږ کال هم په پام کې لري چې د تاجکستان هېواد تر څنګ له چين څخه هم د ورېښمو د چينجيو هګۍ واردې کړي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ مسوولين هم وايي، چې په ټول هېواد کې بلخ د ورېښمو د چينجيو يواځينى مرکز دی، چې په همدې سيمه کې  توليديږي او د وزارت له لارې نورو ولايتونو ته هم استول کېږي.

د کرنې رييس کاتب شمس پژواک ته وويل، چې د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د ورېښمو چينجيو د تخم د توليد سيستم له تېرو اتو کلونو په ګړندۍتوګه روان دی.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کې يې هم ۳ زره جبې د ورېښمو د چينجيو تخم توليد کړی او مرکز ته يې استولی دی.

د هغه په وينا، د ورېښمو د چينجيو روزنه يواځې په هغو ولايتونو کې کېږي، چېرته چې د توت ونې ډېري وي، ځکه چې د ورېښمو چينجيو يواځينى خوراک د توت پاڼې دي.

شمس وويل، چې که دولت يادې چارې ته په پوره توګه پاملرنه وکړي؛ نو لرې نه ده، چې د سيمې په کچه افغانستان د ورېښمو د صنعت په برخه کې بې ساري هېواد شي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.