ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: په افغانستان کې دې د داعش شتون جدي ونيول شي

author avatar
19 Jan 2015 - 15:29
author avatar
19 Jan 2015 - 15:29

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): يو شمېر شنونکي وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې ازه خوځښتونه په هغه اندازه لوى او خطرناک نه دي چې تبليغ يې کېږي، خو ټينګار کوي چې د دې ډلې مخنيوى دې سر له اوسه وشي.

په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو ولايتونو، لکه هلمند، فراه، اروزګان، سرپل، کونړ او لوګر کې د داعش (اسلامي دولت) ډلې د را څرګندېدو راپورونه خپاره شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

د دغو راپورونو له خپرېدو سره په يوه وخت کې يو شمېر سياسي او پوځي شنونکي خبردارى ورکوي چې په افغانستان کې دې د داعش نسبي ډلې شتون او تبليغاتو مخه ونيول شي او دولت دې په جدي توګه د دې ډلې مخه ونيسي.

د پوځي چارو کارپوه عتيق الله امرخېل وايي چې داعش په افغانستان کې د نورو بهرنيو هېوادونو استخباراتي لوبه ده خو دغه ډله په هغه کچه لويه او خطرناکه نه ده، لکه څنګه يې چې تبليغ کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دغه ډله په تبليغاتو کې دومره لويه ښودل کېږي چې خلک يې په اندېښمن کړي دي.))

امرخېل زياته کړه چې حکومت د واک د وېش پر لانجو بوخت دى او داسې څوک نشته چې د داعش په اړه وضاحت ورکړي.

دولت بايد غلى نه شي، خلک دې خبر کړي، ولسمشر او اجرائيه رييس دې راڅرګند شي او خلکو ته دې ډاډ ورکړي.

دغه سياسي کارپوه حکومت د داعش د مخنيوي پر وړاندې پر ناتوانۍ تورن کړ او زياته يې کړه: ((حکومتي چارواکي د داعش پر مبلغينو بدل شوي او د مخنيوي پر ځاى د هغوى په ګټه تبليغات کوي او دغه ډله لويه ښيي.))

خو امرخېل وويل چې که په هېواد کې د داعش د تبليغاتو او نسبي شتون مخه ونه نيول شي، نو امکان لري چې په راتلونکي کې لوى ګواښ شي.

په ورته وخت کې د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي وويل: ((د عراق او شام اسلامي دولت)) يا داعش هغه وسله واله ډله ده چې له څه مودې راهيسې يې په تندلارو سلفي او تررويستي تفکراتو عراق او سوريه نا ارامه کړي اوس يې نښې په افغانستان او پاکستان کې هم ليدل شوې دي.

هغه ياته کړه چې افغان امنيتي چارواکي بايد داعش ته د يوې کوچنۍ او له سترګو لوېدلې ډلې په توګه ونه ګوري، که چېرې له همدې شېبې د دې ډلې مخنيوى ونه کړي، د دغه ناورين راوړنکې ډلې پر وړاندې اغېزناک ګامونه وانه خلي، نو د هوا په تودېدو سره به يو ځل بيا د افغانستان خلک د داعش په نوم د يوې بلې توطيې قرباني شي.

د سياسي چارو دغه کارپوه زياته کړه: ((لوکړى افغان چارواکي بايد د زياتې هوښيارۍ تر څنګ اړين اقدامات وکړي او حتا په افغانستان کې د داعش د فعال شتون د مخنيوي لپاره په بېړنۍ توګه د دې ډلې د مخنيوي لپاره کار وکړي.))

سعيدي زياته کړه چې د افغانستان دننه د دې ډلې د پرمختګ د مخنيوي او ځپلو لپاره ممکن د بهرنيو ځواکونو لاسوهنه د ډاډ وړ ټاکنه وي، خو تر اوسه د بهرنيو ځواکونو له اړخه په دې برخه کې لومړني ګامونه نه دي پورته شوي.

هغه وويل: ((زما په باور په افغانستان کې د داعش د شتون او نورو جګړه مارو ډلو د همکارۍ مهم لامل د بې ثباتۍ دوام، ناامني، زموږ د هېواد په پولو کې د جګړې دوام، د مرکزي دولت کمزوري ده، په جغرافيوي او انساني لحاظ زموږ ځينې غرنۍ سيمې يو پارچه دي او همدا موضوع کولى شي چې افغانستان او پاکستان ته د داعش رالېږد اسانه کړي.))

دغه کارپوه څرګنده کړه چې د امريکا، پاکستان او افغانستان ګډ دريځ له ايران سره يو ځاى، کولى شي چې په سيمه کې د داعش په شتون کې رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان ويلي دي، داسې معلومات لري چې د اسلامي دولت ډله په افغانسان او پاکستان کې د خپلو ليکو د پياوړتيا لپاره د سرتېرو جلب او جذب ته مخه کړې ده.

خو افغان پوځيان خلکو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې تر هر نامه لاندې راپورته شوې وسله والې ډلې به وځپي.

د ملي دفاع وزارت د ځمکنيو ځواکونو قوماندان جنرال مراد علي مراد ويلي: ((چې داعش په زابل، هلمند او بدخشان ولايتونو)) کې فعاليتونه پيل کړي او هڅه کوي چې د بدخشان له لارې د هېواد شمالي ولايتونه ناامنه کړي، خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې درېدو او له منځه وړو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې ولسمشر اشرف غني افغان سرتېرو ته په تازه امر کړى چې هره هغه وسله واله ډله دې وځپي چې د طالب، داعش او القاعده تر نومونو لاندې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

داعش ډله (د عراق اسلامي دولت) د ٢٠٠٦ کال د اکتوبر په ١٥مه او د ځينو نورو وسله والو ډلو له ناستو وروسته جوړه شوه او ابو عمر البغدادي يې د مشر په توګه وټاکل شو چې په عراق کې يې د ترهګريزو بريدونو مسووليتونه ومانه.

ابوبکر البغدادي په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د ابوعمر البغدادي تر وژنې وروسته د هغه پر ځاى وټاکل شو او له ټاکل کېدو سره يې د دې ډلې د عملياتو او بريدونو لمن پراخه شوه او ورسره يو ځاى په سوريه کې د ناورين له پيل سره د دې ډلې غړي په سوريه کې هم فعال شول.

دې ډلې خپل نوم په ٢٠١٤ کال کې له ((د عراق او شام اسلامي دولت)) څخه په ((اسلامي دولت)) بدل کړ.

داعش وايي چې د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره مبارزه کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.