کابل ( پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٣ ) : ترکيې په افغانستان کې د ناټو په نوي ماموريت کې د خپلو سرتېرو د زياتولو اعلان وکړ.
دغه اعلان د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو په انقره کې د نړيوالو ديپلوماتانو يوه کنفرانس ته د وينا پر مهال کړى دى.
هغه زياته کړې، چې هېواد به يې په افغانستان کې د مخابراتو او ترانسپورټ په برخو کې هم خپلې مرستې او همکارۍ زياتې کړي.
اوغلو ويلي، چې اوس مهال په افغانستان کې يې ٧٠٠ سرتېري د ناټو د (غوڅ ملاتړ) په نوي ماموريت کې د افغان ځواکونو په روزنې بوخت دي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير اعلان وکړ ، چې ډېر ژر به دغه شمېر ١١٠٠ سرتېرو ته لوړ کړي.
هغه زياته کړې : (( موږ به دافغان ځواکونو روزنې، مشورې او تجهيز ته ادامه ورکوو.))
د اوغلو په وينا، د افغان ځواکونو د روزنې پروسې به دننه په افغانستان او دلته په ترکيه کې ترسره کېږي.
هغه زياته کړې، چې هېواد به يې په کابل کې د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر په بيارغونه کې ٥٠ ميليونه يورو ولګوي .
د ترکيې پارلمان تېره اوونۍ حکومت ته اجازه ورکړه، چې تر دوو نورو کلونو په افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدي.
د يادونې ده چې ترکيې د ناټو په تېر جګړه ييز ماموريت (ايساف) کې هم سلګونه سرتېري په افغانستان کې لرل .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن