جلال اباد(پژواک۳۰ مرغومى۹۳): په جلال اباد ښار کې د عدم تشدد فلسفې د سرلاري خان عبدالغفار خان تلين ونمانځل شو.
په دغه غونډه کې چې د مرغومي په ٣٠مه، د خان عبدالغفار خان په مزار کې جوړه شوې وه، د ننګرهار ولايت د ځايي چارواکو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا دعوامي نېشنل ګوند يو شمېر مشرانو او د خان عبدالولي خان مېرمن بيګم نسيم ولي خان هم ګډون کړى وو.
د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال په خپله وينا کې له کوزې پښتونخوا څخه در اغليو پښتنو هرکلى وکړ .
هغه زياته کړه چې خان عبدالغفار خان د ټولو پښتنو او افغانانو مشر و او د افغانانو د ملي يووالي او انسجام لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې دي.
نوموړي وويل: (( نن پرته له کومې بلنې لسګونه تنه د باچاخان په مزار راټول او ياده ورځ نمانځي.))
د ګرديوال په وينا، په ننګرهار ولايت کې د خان عبدالغفار خان دفن کېدل هم يوه فلسفه لري او هغه دا چې لر او بر افغانان هېڅکله نه بېلېږي او نه بېلېدونکي دي.
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ مشرې بيګم نسيم ولي وويل ، ژوند هغه دی چې د خپل ولس لپاره وي او باچا خان هغه شخصيت و چې د خپل ژوند دري دېرش کاله يې په مهاجرت او بند کې تېر کړل .
نوموړې له ملګرو ملتونو ګيله وکړه، چې نېلسن منډېلا ته يې د نوبل انعام ورکړ ، خو باچاخان چې ٣٣ کاله يې قيدونه او هلې ځلې کړې وې، هغه يې له پامه غورځولى دى.
د ډېورنډ پر کرښې د پاکستان له خوا د خندقونو ويستلو په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې بېګم نسيم ولي وويل چې د برلېن دېوال چې المان يې په منځ کې نيم کړى و، هېڅکله المانيان جدا نه کړل ، نو ياد خندوقونه به هم لراوبر پښتانه سره جدا نه کړي.
هغې زياته کړه، چې د باچا خان مزار کارونه يو څه وخت په ټپه ولاړ وو، خو اوس يې د جوړېدو چارې په ښه توګه روانې دي او ډېر ژر به يې چارې بشپړې شې.
د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټې يوه غړي اورنګزېب کاسي پژواک اژانس ته وويل چې په جلال اباد کې د باچا خان د تلين د نمانځلوموخه دا ده چې ټولو افغانانو ته دا باور ورکول دي چې باچا خان د کوم مرام لپاره پاڅېدلی وو، دوى به هغه هدف ته ځان رسوي.
د پښتنو ستر مشر او ملي مبارز خان عبدالغفار خان د ملك بهرام خان زوى، په قوم محمدزى، چې په ۱۸۹۰ زېږديز کال كې د پښتونخوا د هشنغر د اتمانزو په كلي كې زېږېدلى و ، په ۱۹۸٨ زېږديز كال كې د ۹۷ كلونو په عمر په پېښور كې ومړ ، شاوخوا ۲٥ كاله وړاندې يې مړى د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ پر مهال له پېښور څخه جلال اباد ته راوړل شو او د ننګرهار د استيناف محكمې تر څنګ په خپل باغ كې خاورو ته وسپارل شو.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن