ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د دارالمعلمين او لغمان کې د روزنيز مرکز ودانۍ جوړ شوې

پکتيکا کې د دارالمعلمين او لغمان کې د روزنيز مرکز ودانۍ جوړ شوې

author avatar
22 Jan 2015 - 17:52
پکتيکا کې د دارالمعلمين او لغمان کې د روزنيز مرکز ودانۍ جوړ شوې
author avatar
22 Jan 2015 - 17:52

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٣): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د دارالمعلمين لپاره د ۳۷ ميليونو افغانيو او لغمان کې د ۲۵ ميليونو افغانيو په ارزښت د مسلکي زده کړو روزنيز مرکز ودانۍ جوړې شوې.

د پکتيکا مرستيال والي عطاء الله فضلي د دې ودانۍ د پرانيستې پرمهال وويل، چې دغه دوه ودانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ٣٧ ميليونو افغانيو په مالي لګښت د ١٣ مياشتو په اوږدو کې جوړې شوې دي.

ده زياته کړه، د دې ودانيو په جوړېدو سره د درالمعلمين د محصلينو د ځاى د نه شتون ستونزه هواره شوه.

د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ د ۸۰۰ محصلينو د استوګنې وړتيا لري.

هغه وايي، تر دې وړاندې د دارالمعلمين محصلينو په ښار کې په کرايي خونو کې اوسېدل.

له بلې خوا د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مسلکي زده کړو روزنيز مرکز ودانۍ د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پرمختايي بوديجې په مټ د يوه کال په موده کې جوړه شوې ده، چې نن د دې ولايت د سرپرست والي ډاکټر فضل الله مجددي له خوا پرانيستل شوه.

سرچينه کاږي، دغه دوه پوړيزه ودانۍ، چې په شاوخوا ۲ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، ۱۲ خونې، د کنفرانسونو تالار، ۴ د ورکشاپ پراخه سالونونه، يو پخلنځی، يو خوړنځی او نور  اړين ملحقات لري.

سرچينه زياتوي، په دغه روزنيز مرکز کې به له نوي عصر سره سم د موبايل او ايرکنډېشن د جوړولو، د کمپيوټر د ardware او Software، نلدوانۍ، برېښنا او دې ته ورته نورو مسلکونو په اړه زده کوونکو ته روزنه ورکول کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې روزنيز مرکز کې به په يوه وخت کې تر ۲۰۰ پورې د دوولسم ټولګيو فارغانو او بې روزګارو ځوانانو ته له اتو مياشتو څخه تر يوه کال پورې په بېلا بېلو مسلکونو کې زده کړې ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ولسي شاعر محمد نور بابا مزار د رغونې د بنسټ ډبره نن کېښودل شوه.

پر دې مزار ٦٠٠زره افغانۍ لګښت راځي، چې د يوه داخلي شرکت له لوري ورکول کېږي او چارې به يې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

 

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.