کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٣): د سعودي عربستان پاچا عبدالله بن عبدالعزيز د ورپېښې ناروغۍ له امله مړى شوى دى.
د سعودي دولتي اژانس (واس) وايي، نوموړى تېره شپه يوه بجه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي، چې جنازه به يې نن د جمعې په ورځ (د سلواغې درېيمه) د مازيګر له لمانځه وروسته په رياض ښار کې ترسره شي.
٩٠ کلن عبدالله له ١٣٨٤ کال راهيسې د سعودي عربستان پاچا و، چې په دې وروستيو کې يې روغتيايي حالت څو ځلې خراب شوى هم و.
سرچينه کاږي، د هغه ورور سلمان بن عبدالعزيز يې ځايناستى ټاکل شوى دى.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړي پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د اشرف غني له قوله راغلي، چې ملک عبدالله بن عبدالعزيز به د افغانستان د مسلمان ملت او د هغوی د جهاد د يوه تلپاتې دوست په توګه همېشه د افغانانو په زړونو کې ځای ولري.
ده زياته کړې، ملک عبدالله تل د افغانستان د سولې د بهير ملاتړی و.
سرچيننه کاږي، ولسمشر د نوموړي مړينه اسلامي نړۍ ته يوه لويه ضايعه ګڼي او شاهي کورنۍ، د سعودي عربستان خلکو او حکومت او ټولې اسلامي نړۍ ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او متوفی ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن