ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د منګلو او مقبلو شخړې ته دې بنسټيز هوارى پيدا شي”

“د منګلو او مقبلو شخړې ته دې بنسټيز هوارى پيدا شي”

author avatar
23 Jan 2015 - 14:35
“د منګلو او مقبلو شخړې ته دې بنسټيز هوارى پيدا شي”
author avatar
23 Jan 2015 - 14:35

خوست (پژواک ٣ سلواغه ٩٣): د خوست ولايت يو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو پر ولايتي چارواکو، امنيتي مسوولينو او مرکزي ادارې غږ وکړ، چې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره او ځمکې د ملکيت پر سر د لانجې او شخړې لپاره بنسټيز هواری ومومي.

د مدني ټولنو غړو او قومي مخورو، دغه څرګندونې نن (د سلواغې ٣مه) د يوې خبري ناستې پرمهال، چې د منګلو ځوانانو ټولنې له لوري رابلل شوې وه، خبريالانو ته د اعتراض په ډول وکړې.

د خوست د ټولنيز او رسنيز مرکز مشر او مدني فعال  فاروق جان منګل خبريالانو ته وويل، چې د يادو قومونو د شخړې په هواري کې ولايتي ادارې او قومي مشرانو په پوره اخلاص منځګړيتوب وکړ.

نوموړي وويل، سره له دې، چې دواړو قومونو د ځمکې او غره پر سر د شخړې د هواري وروستۍ پرېکړه منلې وه، خو پر دې سربېره يې خپله ژمنه ماته او د يو او بل پر وړاندې يې وسلې ته لاس واچاوه.

دى وايي: ((د ځمکې او غرونو د ملکيت پر سر وسله والې شخړې د ډېرې اندېښنې وړ دي، ولايتي ادارې، امنيتي چارواکو او نورو قومونو ته په کار ده، چې د هواري بنسټيز لار ورته ومومي.))

د ځدراڼو قومي مشر ډګروال موسی جان يادې خبري ناستې ته وويل، که دا ستونزه په خپل وخت هواره نه شي، کيدای شي، د ډېرو ځوانانو د وژنې او يا د هغوی د بې سواده کېدو لامل شي.

هغه وويل: ((بايد په سيمه کې امنيتي پوستې جوړې شي. د نورو قومونو خلک دې د شخړې په  ځای کې مېشت کړای شي او يا دې ولايتي اداره او نور قومونه پر نورو بديلو لارو غور وکړي.))

دوو نورو قومي مشرانو حاجي سمين ځدراڼ او حاجي الف شاه ګواښ وکړ، که ولايتي اداره او قومونه يې د هواري په برخه کې پاتې راشي، اعتراضيه او سوله ييزو لاريونونو ته به مخ کړي.

دوی اندېښنه څرګنده کړه، چې ښايي د حکومت وسله وال مخالفين له دې او نورو قومي شخړو څخه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې دوې اونۍ وړاندې په خوست کې منګلو او مقبلو د ځمکې او غره د ملکيت پر سر وسله واله شخړه کړې وه، چې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم په کې اوښتې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.