کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٣): ولسمشر محمداشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سعودي پاچا خادم الحرمين الشرفين ملک عبدالله د مړينې له امله د خواخوږۍ څرګندولو په موخه سعودي عربستان ته لاړ.
د سعودي پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز وړمه شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٩٠ کلونو په عمر ومړ.
ويل شوي چې د هغه ناسکه ورور ٧٩ کلن ملک سلمان د سعودي عربستان د نوي پاچا په توګه ټاکل شوى دى.
د ولسمشرۍ رياست له خوا پژواک اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر نن له غرمې وروسته ترسره شو، خو دا يې نه ده څرګنده کړې چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې څوک ملتيا کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن