کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٣): پاکستاني پوليسو په تېره يوه اوونۍ کې د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې نږدې درې زره افغان کډوال نيولي دي.
پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى چې د دغه هېواد د خيبر پښتونخوا ايالت پوليسو په تېره يوه اوونۍ کې په بېلابېلو سيمو کې ٥٥٥٠ تنه نيولي چې ١٩٠٠ يې افغانان دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه افغانان يې په پښتونخوا ايالت کې د غير قانوني اوسېدونې په تور نيول شوي.
په راپورونو کې راغلي چې له يو شمېر نيول شوو کسانو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت چارواکو ويلي چې دغه چاڼيز عمليات يې تېره مياشت د پېښور پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته پيل کړي چې په ترڅ کې يې د ١٤٢ زده کوونکو په ګډون ١٥٠ کسان ووژل شول.
بلخوا ځايي چارواکو ويلي چې د پنجاب ايالت په سيالکوټ سيمه کې مېشت ١٥٠ افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته لېږدول شوې دي.
د سيالکوټ ښار د پوليسو مشر سيد دلاور عباس خبريالانو ته ويلي، چې دغه افغان کورنۍ له څو کلونو راهيسې پرته له دې چې کوم قانوني اسناد ولري، په دې سيمه کې مېشتې وې.
دغه راز د پنجاب ايالت امنيتي چارواکو ويلي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې د ترهګرۍ پر ضد د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يې ٩٣٥ تنه افغانان يې نيولي دي.
سرچينې زياته کړې چې له دغو افغانانو سره په دغه ايالت کې د اوسېدو قانوني اسناد نه وو او له نيول شوو يې د ٤٦٥ دوسيې محکمو ته لېږلې دي.
د يادونې ده، اوس هم په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن