ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې دوه نيم ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

بدخشان کې دوه نيم ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

author avatar
25 Jan 2015 - 19:09
بدخشان کې دوه نيم ټنه نشه يي توکي وسوځول شول
author avatar
25 Jan 2015 - 19:09

 فيض اباد، پلخمري (پژواک ٥ سلواغه ٩٣): بدخشان ولايت کې له دوه نيم ټنه ډېر نشه يي توکي وسوځول شول، همدارنګه بغلان ولايت کې ٧٦ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه شوي او په اړوند يې دوه کسان نيول شوي دي.

دغه اندازه نشه يي توکي، چې د روان کال په ترڅ کې د بدخشان له بېلابيېلو سيمو تر لاسه شوي و، نن د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د کورنيو چارو وزارت د پلاوي او سيمه ييزو چارواکو په حضور کې وسوځول شول.

 د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزي معينيت مطبوعاتي دفتر مسوول اما علي حسيب وويل، چې په دغو سوځول شويو توکو کې له يوه ټنه څخه ډېر ترياک، ١١٩ کيلو هيرويين، ٢٥٠ کيلو چرس، ١٨٠ کيلو ترياک او پاتې نور د ترياکو محلول، اوبلن او سخت کيمياوي توکي او الکولي مشروبات شامل و.

هغه زياته کړه، چې د دغو توکو د قاچاق په اړوند ٣٠ کسانو له خپلو دوه موټرو سره يو ځاى نيول شوي او همدارنګه د هيرويينو د توليد ٨ لابراتورونه هم له منځه وړل شوي دي.

د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله اديب د دغه اندازې نشه يي توکو کشف او ضبط يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او د د نشه يي توکو د کرهنې، توليد او قاچاق پر وړاندې يې پر سختې مبارزې ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان خلکو د دغه ولايت له لارې د مرکزي اسيا هېوادونو ته د نشه يي توکو پر قاچاق، په دغه ولايت کې د هيرويينو د لابراتوارونو شتون او د روږدو کسانو پر ډېرښت سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

بدخشان له تاجکستان،چين او پاکستان سره ګډه پوله لري او نشه يي توکي بيا د بدخشان له لارې له هېواد بهر ته قاچاق کېږي.

بغلان ولايت کې هم ٧٦ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شوي او په اړوند يې دوه کسان نيول شوي دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت وويل، چې ٣٦ کيلوګرامه ترياک د کرولا په موټر کې ځاى پر ځاى شوي و، چې له کندوز څخه بلخ ولايت ته قاچاق کېدل چې تېره شپه د بغلان مرکز په پلخمري ښار کې له موټر چلوونکي سره يو ځاى کشف او تر لاسه شوي دي.

د بغلان د ملي امنيت رياست هم د يوې خبرپاڼې په نشرولو سره ويلي، چې په شمالي سالنګ (بغلان-کابل لويه لار) کې يې له يوه ميني بوس موټر څخه ٤٠ کيلوګرامه چرس کشف او تر لاسه کړي او موټر چلوونکي نيول شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.