ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د مټاخېلو لېسې ته ودانۍ جوړه شوه

د پکتيکا د مټاخېلو لېسې ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
25 Jan 2015 - 13:36
د پکتيکا د مټاخېلو لېسې ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
25 Jan 2015 - 13:36

ښرنه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٣): د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ د مرکزي لېسې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره دوولس سوه زده کوونکي د درسي ځاى له اسانتيا برخمن شول.

د پکتيکا د والي مرستيال عطاءالله فضلي د سلواغې په ٥مه په دې اړه نيول شوو مراسمو کې وويل  چې د غه ودانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت شاوخوا ١٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه او نن   ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه.

فضلي وويل چې تر دې مخکې يادې لېسې درسي خونې نه درلودې  چې له امله يې زده کوونکي او ښوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

نوموړي يادونه: ((دا چې د يوه ښوونځي په پرانيسته د سلو زندانونو دروازې تړل کېږي، نو له همدې امله د پوهنې سکتور وده زموږ په کاري لومړيتوبونو کې ځای لري.))

نوموړي د پکتيکا پر مشرانو او ديني علماوو غږ وکړ، څو د هلکانو تر څنګ خپلې لوڼې هم ښوونځيو ته د زده کړو په موخه ولېږي.

مرستيال والي وويل چې ولسونه بايد له خپل دولت سره د سولې، پرمختګ او بيارغونې په برخو کې هر اړخيزه مرسته وکړي.

د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، د مټاخان مرکزي لېسې له نوې ودانۍڅخه به پر يو وخت نږدې ١٢ سوه زده کوونکي ګټه اخلي.

هغه وويل: ((دا ودانۍ په يوه پوړ کې جوړ شوې او  پر اداري خونو سربېره اته درسي خونې  لري. دا ودانۍ به زموږ ډېرې ستونزې هوارې کړي.))

ځاځي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سيدجمال الدين افغان په نوم د يوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل کړي.

د دې لېسې مدير ميرزا خان هم پژواک اژانس ته وويل، تر دې مخکې دې لېسې ودانۍ نه  درلوده چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او د باد او باران پر مهال زده کوونکي او ښوونکي درسونو ته نه راځي.

د پکتيکا په ولايت کې ٣٥٨ ښوونځي شته خو ٢٢٨ ښوونځي يې ودانۍ نه لري چې د چارواکو په وينا ښوونکي او زده کوونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

تر دې مخکې د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک ته ويلي وو چې د هېواد په کچه يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او دوى يې د بوديجې مطابق  د ودانيو جوړلو پلان  جوړ کړى چې ولايتونو ته به په مساوي ډول جوړېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.