کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي، په کابل کې يې دوه تنه چې دې ښار ته د ترهګريزو کړنو د ترسره کولو په موخه رااستول شوي وو، نيولي دي.
له ياد رياست څخه، نن (د سلواغې پنځمه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوى د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوه تنه احسان الله او لطيف الله، د کابل ښار د ١٢مې ناحيې له اړوندې سيمې څخه نيول شوي دي.
سرچينه کاږي، دا دواړه کسان په کونړ کې د طالبانو د ډلې د يوه قوماندان ملا عمر په لارښوونه د ترهګريزو کړنو د ترسره کولو لپاره کابل ته را استول شوي وو، چې موخې ته له رسېدو وړاندې له دوو بې غږو تومانچو او يو کرولا موټر سره ونيول شول.
خو سرچينې د پېښې کره نېټه او ځاى نه دى په ګوته کړى.
د ملي امنيت رياست دغه راز وايي، يوې لس کلنې ماشومې چې وسله والو طالبانو غوښتل له لارې يې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، خپل ځان امنيتي ځواکونو ته تسليم کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ماشومه ګلثومه نوميږي چې د ملا خدايداد لور او د طالبانو د يوه قوماندان جبار (شجاع) له خوا د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار د باباجي په سيمه کې د کور له مخې تښتول شوې وه.
د خبرپاڼې په حواله، دې قوماندان د يادې شوې ماشومې د ښوونځي په بکس کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې د همدې په وسيله پر امنيتي ځواکونو بريد وشي.
خو سرچينه زياتوي، دې ماشومې له فرصت څخه په استفادې، ځان امنيتي ځواکونو ته تسليم او له يوې خونړۍ پېښې څخه يې مخنيوى وکړ.
د يادو دواړو پېښو په اړه، وسله والو طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن