ميدانښار (پژواک، ۵ سلواغه ۹۳): چارواکي وايي چې د روان لمريز کال پر مهال په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٣ بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې وحيدې ښکلې د سلواغې په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.
دې زياته کړه چې سږ کال په ثبت شوو ١٣ پېښو کې کورنی تاوتريخوالی، د ميراث نه ورکړه، قتل او د راتلونکې معلومول شامل دي چې يواځې پنځه يې د کورني تاوتريخوالي پېښې دي.
هغه وايي چې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتريخوالي پېښې يې د کورنيو او قومي مشرانو له لارې د خبرو اترو په ترڅ کې حل کړي، خو يو شمېر نور يې بيا د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې تعقيب کړې دي.
د ښکلې په وينا، په تېر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۶ پېښې ثبت شوې خو سږ کال دغه کچه ۱۳ پېښو ته راښکته شوې چې لامل يې عامه پوهاوی په ګوته کړ.
دې وويل، سږ کال يې د بېلابېلو ادارو په همکارۍ د عامه پوهاوي شاوخوا ۷ سوه پروګرامونه ترسره کړي چې اکثره يې په ولسواليو کې پلي شوي دي.
د ميدان وردګو د ښځو چارو رييسه وايي: ((يوه خاوند له واده وروسته له مېرمنې سره يو کال تېر کړی او وروسته نولس کاله کېږي چې درک يې نه دی معلوم او مېرمن يې د پلار په کور ناسته ده.))
د هغې په وينا، ورته حقوقي پېښې يې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکې کړې او هر وخت يې تعقيب کړې هم دي، تر څو ورته ژر د حل لاره چاره ولټول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ميدان وردګو د عامې روغتيا مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ولادت پر مهال د ښځو د مړينې پېښې صفر ته راښکته شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن