ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجوايي کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

پنجوايي کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

author avatar
25 Jan 2015 - 15:22
پنجوايي کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل
author avatar
25 Jan 2015 - 15:22

کندهار ( پژواک، ٥ سلواغه ٩٣ ) : د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې چاودنې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه ټپيان کړل.

دغه پېښه د سلواغې په ٥ مه، غرمه شاوخوا يوه بجه د دې ولسوالۍ اسلم جان زيارت ته څېرمه شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي  په يوه زرنج موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او هغه مهال چاودنه ورکړل شوه چې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان اغاګل د تېرېدو په حال کې و.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ياد شوى قوماندان  او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او وروسته د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

په پېښه کې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يادې  پېښې په اړه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.