کندهار ( پژواک، ٥ سلواغه ٩٣ ) : د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې چاودنې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه ټپيان کړل.
دغه پېښه د سلواغې په ٥ مه، غرمه شاوخوا يوه بجه د دې ولسوالۍ اسلم جان زيارت ته څېرمه شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي په يوه زرنج موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او هغه مهال چاودنه ورکړل شوه چې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان اغاګل د تېرېدو په حال کې و.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ياد شوى قوماندان او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او وروسته د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
په پېښه کې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د يادې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن