ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په اقتصاد وزارت کې به کدري سياست پلى کړم”

“په اقتصاد وزارت کې به کدري سياست پلى کړم”

author avatar
25 Jan 2015 - 15:40
“په اقتصاد وزارت کې به کدري سياست پلى کړم”
author avatar
25 Jan 2015 - 15:40

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٣): د اقتصاد نوماند وزير سردارمحمد رحمان اوغلي وايي چې له ولسي جرګې د باور رايې اخيستو پر مهال به له فساد سره ريښتينې او کلکه مبارزه کوي او د خلکو د اقتصاد د ښه والي په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو په شا نه شي.

نوموړي چې نن د ولسي جرګې په ناسته کې خپل راتلونکي کاري پروګرامونه وړاندې کول وويل چې افغانستان په تېره لسيزه کې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي ډګرونو کې ډېر پرمختګونه درلودل، خو د خلکو مشروع اړتياوو او غوښتنو ته په هېڅ ډول هم د ځواب وړ نه و چې بايد په دې برخه کې لا ډېر کارونه ترسره شي.

اوغلي زياته کړه چې ناثابته اقتصادي وده، متغير او په نړيوالو مرستو ولاړ اقتصادي پرمختګ، د صنعت په برخه کې د اړينې پانګونې نه شتون، خلکو ته د انرژۍ د سکټور ناکافي خدمتونو وړاندې کول، تر ډېره پر لنډمهالو پروژو پانګونه چې پايلې يې ناڅرګندې وي او د کورنيو عوايدو د کچې ټيټوالى؛ د اقتصادي ننګونو او ګواښونو له ډلې بلل کېږي.

خو د اقتصاد نوماند وزير وويل: “که چېرې ولسي جرګه راباندې باور وکړي نو د اقتصاد په وزارت کې به داسې کارونه وکړم چې که چېرې د وياړ وړ نه شوم نو تاسو به هيڅکله هم ونه شرموم.”

هغه زياته کړه چې په اقتصاد وزارت کې به يو داسې کدري سياست پلى کړي څو لومړى ټولې اړتياوې په ګوته، د بشري ظرفيتونو په اړه پلټنه او څېړنه وکړي او له هغه وروسته د استخدام پروسه پيل کړي او دغه کار به د ظرفيت له پلوه ټينګ وساتي.

دغه نوماند وزير ډاډ ورکړ چې د يوه کدر ځاى به هيڅکله هم چې د استخدام له دغو پړاوونو تېر شوي وي، بدلون ونه کړي او د اقتصاد وزارت د موخو د ترلاسه کولو او د تخصصي او مسلکي ظرفيت جوړونې په برخه کې به ډېر پام کوي.

اوغلي څرګنده کړه: “له فساد سره به جدي او ريښتينې مبارزه وکړم او د خلکو د اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره به له هيڅ ډول هڅو پر شا نه شم.”

سردارمحمد اوغلي د رحمان باى زوى په ١٣٤٣ لمريز کال کې د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې زېږېدلى او په قوم ازبک دى.

هغه خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په ميخانيکي لېسه او خپلې لوړې زده کړې بيا د کابل په پوليتخنيک کې ترلاسه کړې او له هغه وروسته يې بيا خپله ماسټري د تخنيکي علومو او راډيو ټلويزيون په برخه کې د اوکراين په يوه پوليتخنيک کې پاى ته رسولې ده.

اوغلي، د ملي راډيو ټلويزيون د پروژو د څېړنې د مدير، د انجنيرۍ فاکولتې، د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم او ادبياتو د استاد، د بلخ د سرحدي سوداګرۍ د مشر، په ترکيه کې د مېشتو افغانانو د نړيوالې ټولنې د مشر، د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې د غړي او په سوېلي کوريا کې د سوداګريز اتشه په توګه دندې ترسره کړې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.