ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې يوه زده کوونکي درې برېښنايي وسيلې جوړې کړې

په بلخ کې يوه زده کوونکي درې برېښنايي وسيلې جوړې کړې

author avatar
25 Jan 2015 - 15:09
په بلخ کې يوه زده کوونکي درې برېښنايي وسيلې جوړې کړې
author avatar
25 Jan 2015 - 15:09

مزارشريف (پژواک، ٥ سلواغه ٩٣): په بلخ ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو يوه زده کوونکي د ژوند په عامو چارو کې کارېدونکې درې برېښنايي وسيلې جوړې کړې، چې د موبايل له لارې کنټرولېږي.

د مزارشريف ښار د سجاديه مسلکي او تخنيکي انسټيټيوټ د دوولسم ټولګي زده کوونکي ۱۸کلن نجيب الله له عادي وسايلو په نوې بڼه د موبايل له لارې کنټرولېدونکی د برېښنا د سمبالښت فيوز، د برېښنا تبديلونکی او د ودانۍ په دورازه کې لګېدونکی زنګ جوړ کړي دي.

دغه درې واړه وسيلې که څه هم په ازاد بازار کې پيدا کېدای شي، خو نجيب الله له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې درې واړه جوړې کړې وسيلې يې په داسې بڼه جوړې کړې چې نوې اختراع يې ګڼي.

د ودانۍ په دروازه کې لګېدونکی زنګ چې د برېښنا له مزو، يو عادي پلاستيکي کارتن، موبايل او له يو بلپ څخه په کې کار اخيستل شوی، په اړه وويل: ((په دې اله کې موبايل نصب شوی، په دغه موبايل کې بايد د بل موبايل يوه شمېره ثبت شوې وي؛ کله چې د شپې په ۷ مترۍ کې د يادې الې له څنګه څوک تېر شي؛ نو هماغې شمېرې ته زنګ وهي چې په کې ثبت شوې ده، او ورسره په اله کې نصب شوی بلپ رڼا کوي.))

نوموړي زياته کړه چې په ياده اله کې د ده نوې اختراع همدا ده چې په اله کې په نصب شوي موبايل کې د ټيلېفون يوه شمېره ثبتېږي چې د شپې له خوا الې ته د کس له نږدې کېدو سره هماغه نمبر ته زنګ وهل کېږي.

نجيب الله د برېښنا د سمبالښت د فيوز په اړه وويل چې د ده جوړ کړی فيوز د برېښنا له عادي فيوزونو سره ډېر توپير لري.

نوموړي زياته کړه چې په دې اله کې يې هم موبايل کارولی او له همدې امله د ځانګړي ارزښت لرونکې ده.

د هغه په وينا، په يو عادي پلاستيکي بکس کې دغه برېښنايي فيوز د دوو موبايلونو په مرسته جوړ کړای شوی چې د موبايل د يو ميسکال له لارې برېښنا بندوي او بېرته يې پرېږدي.

نجيب الله له ياد فيوزه د کار اخيستو په اړه وويل: ((دغه فيوزد نورو برېښنا فيوزونو په څېر د اړتيا وړ ځای کې نصبېږي؛ په دغه فيوز کې د دواړو کارول شوو موبايلونو شمېرې بايد له موږ سره وي، کله چې يې يوه موبايل ته مسکال ورکړ نو برېښنا به بنده شي او کله چې يې بل ته مسکال ورکړ نو برېښنا به بېرته خلاصه شي.))

نوموړي زياته کړه چې دغه فيوز د بېړنو حالاتو پر مهال ډېر ښه کارېدلی شي، د بېلګې په توګه يې ياده کړه چې که په يو مارکېټ کې د عمومي برېښنا لپاره ياد فيوز ولګول شي نو که د مارکېټ څښتن کور ته هم راغلی وي؛ د موبايل له لارې د ټول مارکېټ برېښنا بندولی او بېرته خوشې کولی شي.))

د يادونې ده چې د پژواک خبريال د راپور جوړېدو پر مهال ياده اله د خپل موبايل له لارې وکاروله چې چاره يې د منلو وړ وه.

نجيب الله د خپلې جوړې کړې درېيمې الې- د برېښنا تبدلېدونکي په اړه وويل چې دغه اله هغه مهال کارول کېږي چې کله د عادي برېښنا تر څنګ له جنراتور څخه هم کار اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې ياده اله هم د برېښنايي مزو، يو پلاستيکي کارتن او څو برېښنايي سويچونو جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، که چېرې د برېښنا له عمومي مزو سره ياده وسيله نصب وي او جنراتور له لارې برېښنا اخلو نو د عادي برېښنا له راتګ سره سم به جنراتور په خپله بند شي او د کور ټول برېښنايي سيستم به عادي برېښنا ته واړوي.

نجيب الله وويل چې ياده اله په ازاد بازار کې هم موندل کېدی شي خو د ده اختراع په کې تر همدې ځايه ده چې د بازار اله به په خپل لاس بدلوې را بدلوې او د ده جوړه کړې اله په اتومات ډول برېښنا تبديلوي.

نوموړي چې پر تن له اغوستو جامو څخه يې غريبي له ورايه برېښده، وويل چې د يادو الو د جوړولو لومړنيو تجربو پر مهال يې لګښت پرې ډېر شوی خو اوس يې هر اله نږدې به ۲۰۰۰ افغانۍ جوړېدای شي.

د هغه په وينا، تر دې دمه پرته له دې چې په خپل انسټيټيوټ کې يې په تيوريک ډول کار کړی؛ د عملي کار ډېره اسانتيا ورته نه ده برابره شوې.

نجيب الله وويل چې له ماشومتوبه يې له برېښناييزو چارو سره مينه وه، همدا لامل دی چې کله يې د کور کومه برېښنايي وسيله د خرابېدو پر مهال د جوړېدو لپاره مستري ته نه ده وړې.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه پورې د کور ټول برېښنايي وسايل په خپله جوړوي.

د هغه په وينا، هيله لري چې دولت ورسره د لوړو زده کړو په برخه کې مرسته وکړي؛ کنه وېره ورسره ده چې پوهه يې د همدې وسايلو تر جوړېدو رالنډه نه شي.

د مزارشريف اوسېدونکي د برېښنا انجنير محمد دين پژواک ته وويل چې د نجيب الله له خوا جوړې شوې ټولې برېښنايي وسيلې نوې اختراع بلل کېداى شي.

هغه زياته کړه، نوموړی پرته له دې چې لوړې زده کړې وکړي، د خپل مينې او علاقې په وسيله پر دې توانېدلی چې نوې برېښنايي وسيلې رامنځته کړي.

د نوموړي په وينا، د موبايل له لارې کنټرولېدونکی د کور زنګ او د برېښنا د سمالښت فيوز جوړول يې په دې وطن کې حيرانېدونکې چارې دي.

د نجيب الله د مسلکي او تخنيکي انسټيټيوټ مدير غلام سخي استالفي پژواک ته وويل چې که چېرې دولت مسلکي او تخنيکي زده کړو ته لا وده ورکړي نو لرې نه ده چې د هېواد په ډېرو څنډو کې د ورته چارو شاهدان و اوسو.

نوموړي زياته کړه چې له سجاديه انسټيټيوټ سره د دولت له خوا داسې ځانګړې مرسته نه ده شوې او نه هم په کې تر دې کچې اسانتياوې د زده کوونکو لپاره شته چې ورته ځانګړې چارې دې په کې ترسره کړای شي.

د هغه په وينا، د نجيب الله له چارو خوښ دي او پرې وياړي، دولت ته بويه چې له ورته ځوانانو سره مرسته وکړي.

د بلخ د پوهنې رياست د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال لاجمير افغانزي پژواک ته وويل، چې، لومړی ځل دی چې د بلخ د پوهنې په چوکاټ کې يو زده کوونکى داسې چاره ترسره کوي.

نوموړي هم دا ومنله چې لا هم دوی په دې نه دي توانېدلي چې له زده کوونکو سره د ورته چارو د ترسره کېدو ټولې اسانتياوې برابرې کړای شي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې مسلکي او تخنيکي زده کړو ته وده ورکړي چې يو څه وخت ته اړتيا ويني.

لاجمير وويل چې په بلخ ولايت کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو ۱۲مرکزونه لري چې په هر مرکز کې د ورته زده کوونکو شمېر زيات دی خو اسانتيا ورته برابرول غواړي.

نوموړي زياته کړه چې دمګړی په ياد ولايت کې د انجنيري، برېښنا، نفت وګاز، اقتصاد، کمپيوټر ساينس په برخو کې څه باندې ۴ زره زده کوونکي په مسلکي او تخنيکي نيمه عالي زده کړو بوخت دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.