ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اورياخېل: د ولور د ټيټولو هڅه کوو

اورياخېل: د ولور د ټيټولو هڅه کوو

author avatar
26 Jan 2015 - 15:08
اورياخېل: د ولور د ټيټولو هڅه کوو
author avatar
26 Jan 2015 - 15:08

ګردېز (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د پکتيا د ښځو چارو رييسه وايي، هڅه کوي چې د قومي تړونونو پر بنسټ په دغه ولايت کې لوړ ولور راټيټ کړي.

د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې د نجونو پر سره د ډېر ولور اخيستل لويه ستونزه ده، خو اوس خلک پوه شوي چې د لوړ ولور اخيستل بدې پايلې لري.

هغه وايي: ((په ځينو سيمو کې د قومي مشرانو په هڅو او په ټوله کې د خلکو د عامه پوهاوي د ډېرېدو له امله خلک پوه شوي چې لوړ ولور اخيستل ښه نه دى؛ اوس په دې لټه کې يو چې قومي مشران تړونونو ته اړ کړو، څو کورنۍ د لوڼو پر سر له لوړ ولور اخيستو منع کړي.))

د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې د ولور اخيستو کچه توپير لري، خو ويل کېږي چې په منځنۍ کچه کورنۍ د لوڼو پر سر له پنځه سوه زره تر يو ميليون افغانيو ولور اخلي.

د دغه ولايت اوسېدونکي حاجي ظريف بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، که څوک غواړي دويمه ښځه وکړي، نو د ولور کچه يې تر يو ميليون افغانيو هم اوړي.

نوموړي يادونه وکړه چې ډېر ځوانان د لوړ ولور د نه پوره کولو له امله واده نه شي کولى.

سيف الله د پکتيا هغه اوسېدونکى دى چې ٢٨ کاله عمر لري او تر اوسه يې واده نه دى کړى.

ده له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((تر ما مې بل مشر ورور کوژده کړې، خو واده يې نه دى کړى؛ اول چې د هغه ولور پوره کړو، بيا به زما د واده او ولور لپاره د پيسو پيدا کولو لټه کوو.))

خو نور رحيم بيا هغه ځاىي اوسېدونکى دى چې د لوړ ولور له امله يې تر کوژدې پوره شپږ کاله وروسته واده کړى دى.

هغه وايي: ((د خسر کورنۍ را باندې د ولور پنځه سوه زره افغانۍ اېښې وې، زما کورنۍ دا پيسې نه درلودې؛ لومړى ايران ته د مزدورۍ لپاره لاړم ، بيا مې په دوبۍ کې پنځه کاله مزدوري وکړه ، تېر کال مې واده ته ځان برابر کړ او واده مې وکړ.))

ده وويل، هغه پيسې چې د ولور په نوم اخيستل کېږي، که وانه خيستل شي، ښځه او خاوند کولاى شي ښه ژوند پرې برابر کړي.

دى زياتوي: ((که خسر مې د ولور پنځه سوه زره افغانۍ راڅخه نه واى اخيستې، اوس به مې پرې د ځان لپاره کار برابر کړى و؛ په دې کار به مې د کور لپاره حلاله روزي پيدا کوله او مېرمن به مې هم راسره خوشاله واى؛ زه اوس بيا اړ يم چې د کور لپاره مزدوري وکړم.))

د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ قومي مشر عبدالغفور وايي، لوړ ولور په دغه ولايت کې ټولنيزه ستونزه ده چې ډېرى قربانيان يې ځوانان دي.

نوموړي وويل، حکومت، قومي مشران او ديني علما بايد په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوى ورکړي، څو دا دود له منځه  لاړ شي.

هغه وايي: ((ما ليدلي چې په ډېرو کورنيو کې ستونزې له همدې لوړ ولور څخه راپيدا کېږي؛ کله کله د کورنۍ مشران مېرمنو ته وايي چې پلار دې پر موږه خرڅه کړې يې؛ همدا مسئلې کورنۍ ستونزې پيدا کوي.))

د پکتيا ديني عالم مولوي عبدالله فهيم وايي، په اسلام کې د ولور اخيستل نشته، بلکې يواځې مهر دی چې د خاوند له خوا د نکاح پر مهال مېرمنې ته ورکول کېږي.

نوموړی پژواک اژانس ته وويل، له شرعي احکامو جوتېږي چې مهر د ښځې حق دى؛ د هغې پلار، ورور او بل کس نه شي کولاى، هغه ترې واخلي.

د مولوي فهيم په خبره، په اسلام کې د مهر کمه اندازه لس شريعي درهمه دى او د زياتې اندازې حد نه دی ټاکل شوی.

ده د لوڼو پر سر د و لور اخيستل د اسلام له مخې حرام وباله او له کورنيو يې غوښتنه وکړه چې د لوڼو پر سر حرامې پيسې وانخلي.

په پکتيا کې د ښځو د حقونو فعاله نفيسه بيا وايي، ځينې خلک په دې پلمه د لوڼو پر سر لوړ ولور اخلي چې ګنې بېرته يې لور ته ورکوي، خو بيا دا کار نه کوي.

هغه زياتوي، کورنۍ بايد خپلو لوڼو ته د زامنو په څېر حق ورکړي.

د نوموړې په وينا، په پکتيا کې د ولور کچه ډېر ده چې له امله يې کورنۍ ستونزې هم پيدا کېږي او د حکومت په ګډون ديني علما بايد په دې اړه عامه پوهاوى وکړي.

خو د دغه ولايت په ځينو سيمو کې بيا تر پخوا د ولور اخيستو کچه کمه شوې او د ځايي خلکو په خبره، په دې اړه يې قومي تړونونه کړي دي.

د احمد ابا ولسوالۍ قومي مشر محمد رياض پژواک اژانس ته وويل، د ولور د ناوړه پايلو له امله اړ شول، څو د قومي پرېکړې له مخې د ولور کچه کمه کړي.

هغه وايي: ((د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د شوي قومي تړون له مخې، کورنۍ نه شي کولى تر سل زره افغانيو لوړ ولور واخلي.))

ده زياته کړه، د دغه تړون يو لامل دا هم دى چې د لوړ ولور له امله ډېر ځوانان اړ کېدل، څو نورو هېوادونو ته د کار لپاره  لاړ شي او د ولور پيسې پوره کړي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.