کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د افغانستان د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندان په مشرۍ لس کسيز پلاوى د ګډې پولې پر امنيت او د ترهګرو ضد د ګډې مبارزې پر سر د خبرو لپاره پاکستان ته تللى دى.
په ختيځ کې د ٣٠١ زون سرحدي پوليسو قوماندان ډګر جنرال فضل الدين عيار د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لس کسيز پلاوى پرون د پاکستان پوځي ښار راولپنډۍ ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې د پلاوي مشري د افغانستان د سرحدي پوليسو عمومي قوماندان جنرال شفيق فضلي کوي او په کې د ختيځ او سوېل ختيځ زونونو د پوليسو لوړپوړي افسران شامل دي.
نوموړى وايي چې څو ورځې مخکې د پاکستان د سرحدي ځواکونو يو پلاوى ننګرهار ولايت ته سفر درلود او د جلال اباد په هوايي ډګر کې يې له دوى سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د جنرال عيار په وينا، پاکستاني پلاوي د دغه سفر پر مهال د افغانستان سرحدي پوليسو ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه.
هغه زياته کړه چې پاکستان ته د سفر پر مهال به د سرحدي پوليسو پلاوى له ځايي پوځي چارواکو سره د ترهګرو پر ضد د ګډو عملياتو او مبارزې، د معلوماتو په تبادلې او د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د مېشتو ترهګرو د ځپلو په اړه خبرې وکړي.
افغان پلاوى په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې تېره اوونۍ د جنرال هدايت او جنرال ناصر خان جنجوعه په مشرۍ دوو پاکستاني پوځي پلاوو افغانستان ته سفر درلود.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن