کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٣): د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، په هېواد کې د مصرفي توکو د کيفيت د کنټرول طرحه بريالۍ نه وه او له دې اړخه د خلکو ژوند او سلامت له خطر سره مخامخ ده.
احمدضياء مسعود، دغه خبره نن په کابل کې د ملي ستنډرډ له ادارې څخه د ليدو پر مهال څرګنده کړه.
هغه په هېواد کې د بې کيفيته توکو شتون ته په اشارې سره وويل، چې دغه اداره د توکو د کيفيت د کنټرول په ځانګړي ډول د وارداتي توکو په برخه کې اغېزمنه نه ده.
مسعود زياته کړه: “که درمل اخلې، درمل بې کيفيته دي، که خوراکي توکي اخلې، هغه غوړي چې په بازار کې پلورل کېږي، ډېرى يې بې کيفيته دي، چې د ټولو روغتيا ته يې زيان رسېږي.”
پر دې سربېره د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي څرګنده کړه، چې د بې کيفيته سون توکو واردول هم د زياتو ستونزو لامل شوي، تر کومه چې د هغه په وينا، د ګاز ډبې د خلکو په کورونو چاودېدلې دي.
د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر د استازي په باور، دغه ټولې ستونزې د مصرفي توکو د کنټرول په برخه کې د يوې اغېزمنې ادارې د نه شتون له امله رامنځته شوې دي.
مسعود د ستنډرډ پر ملي ادارې د نيوکې ترڅنګ وويل، چې اوسمهال په هېواد کې د بې کيفيته سون توکو، خوراکي او ودانيزو توکو او درملو له واردولو مخنيوى نه کېږي او د ملي سټنډرډ اداره بايد په دغه برخه کې کلک ګامونه پورته کړي.
د ولسمشر ځانګړي استازي د دې خبرې په يادولو سره، چې يو شمېر نورې ادارې هم په دې برخه کې کارونه تر سره کوي، وويل: د ملي سټنډرډ اداره په ملي کچه بايد ټول مسووليتونه پر غاړه واخلي، څو ټول کارونه په يوه لاس وشي او د ټولو وارداتي موادو کنټرول لپاره يو مرکزيت رامنځته شي.
نوموړي دغې ادارې ته لارښوونه وکړه، څو له دغو ستونزو څخه د وتلو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د هېوادوالو د ژوندانه کچې معياري کولو لپاره د چارو د اصلاح په برخه کې پر يوه ځانګړي پروګرام کار وکړي.
د ملي ستنډرډ عمومي ادارې مشر پوپلزي پوپل د دغو اندېښنو په ځواب کې وويل، چې په هېواد کې د سټنډرډ او کيفيت د اصل پلي کېدل له مستهلکينو څخه د ملاتړ ضامن او د اقتصادي تداوم د پراختيا لامل کېږي.
له دې سره سره د ملي سټنډر ادارې مشر ونه ويل، چې دغه طرحه به څه مهال او څرنګه عملي کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن