ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د صلاح الدين  رباني د دويم تابعيت د لغوه کېدو اسناد ومنل

ولسي جرګې د صلاح الدين رباني د دويم تابعيت د لغوه کېدو اسناد ومنل

author avatar
26 Jan 2015 - 15:25
ولسي جرګې د صلاح الدين  رباني د دويم تابعيت د لغوه کېدو اسناد ومنل
author avatar
26 Jan 2015 - 15:25

کابل (پژواک، ٦ سلواغه  ٩٣): د ولسي جرګې ګډې کمېټې د صلاح الدين رباني د دويم تابعيت د لغوه کولو اسناد هم منلي او د حکومت مشرتابه اوسمهال نوموړى د بهرنيو چارو د وزير په توګه يادې جرګې ته وړاندې کولى شي.

د دويم تابعيت په اړوند د حکومت د وړانديز شوې کابينې د اوو رد شوو غړو له ډلې دا دويم نوماند وزير دى چې د هغه د تابعيت د پرېښودو اسناد د ولسي جرګې له لوري منل کېږي.

صلاح الدين رباني د انګلستان هېواد تابعيت درلود.

د نړيوالو چارو د کمېسيون مشر عبدالقادر ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې ګډې کمېټې چې د نوماند وزيرانو د دويم تابعيت موضوع څېړي؛ د بهرنيو چارو د نوماند وزير اسناد منلي دي.

د ځاځي په وينا، ګډ کمېسيون به د نوماند وزيرانو منل شوي سندونه د وروستۍ پرېکړې لپاره د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

هغه وويل، که چېرې د ولسي جرګې غړي په دې اړه سره سلا شي نو حکومت دغه کسان يو ځل بيا هم د نوماند وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته ورپېژندلى شي.

کله چې ولسي جرګې د حکومت اووه وزيران د دويم تابعيت درلودو په اړوند رد کړل نو دغو وزيرانو د دويم تابعيت د ردولو اقدام وکړ.

د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې تر اوسه د دريو نوماند وزيرانو (نورالحق علومي، سعادت نادري او صلاح الدين رباني) د تابعيت د لغوه کولو اسناد يې د اړوند هېوادونو له سفارتونو ترلاسه کړي او بيا يې ولسي جرګې ته لېږلي دي.

د دغه وزارت د وياند مرستيال سراج الحق سراج پرون پژواک خبري اژانس ته وويل چې که هر کله دوى ته د نورو وزيرانو سندونه ور رسېږي؛ ډېر ژر  به يې ولسي جرګې ته ور ولېږي.

د ولسي جرګې د ګډې کمېټې د څېړنو له مخې، د علومي، رباني او نادري په ګډون د دولت له لوري دې جرګې ته ورپېژندل شوي اووه نوماند وزيران (د عدليې وزارت نوماند وزير احمدسير مهجور، د اطلاعات او فرهنګ وزيره اى سلطان خيري، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت نوماند وزير فيض الله کاکړ او د ښاري پراختيا وزارت ته نوماند وزير شاه زمان ميوندي) دوه تابعيته لري.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، نوماند وزير بايد يوازې د افغانستان تابعيت ولري، خو پر دې سربېره په دې اړه ولسي جرګې ته واک ورکړل شوى چې که چېرې وغواړي نو د دوه تابعيت لرونکي نوماند وزير ته هم د باور رايه ورکولى شي.

د هېواد ولسي جرګې د ليندۍ مياشتې په ٢٢ مه د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه چې د دوه تابعيت لرونکو نوماند وزيرانو ته به د باور رايه نه ورکوي.

د ولسي جرګې ګډ کمېسيون پرون د کورنيو چارو د نوماند وزير علومي د تابعيت د پرېښودو اسناد د قناعت وړ وبلل.

ولسمشر اشرف غني ويلي چې د دوه تابعيته نوماند وزيرانو په اړوند د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوى لري.

د افغانستان اسلامي جمهوري رياست ويلي چې که چېرې دوه تابعيت لرونکي وزيران له دويم تابعيته تېر نه شي نو په نږدې راتلونکي کې به يې پر ځاى نور کسان ولسي جرګې ته ورپېژندل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.