ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د نجونو شل  ښوونځي د انټرنټ په وسيله نښلول شوي

په ننګرهار کې د نجونو شل ښوونځي د انټرنټ په وسيله نښلول شوي

author avatar
26 Jan 2015 - 18:55
په ننګرهار کې د نجونو شل  ښوونځي د انټرنټ په وسيله نښلول شوي
author avatar
26 Jan 2015 - 18:55

جلال اباد (پژواک ٦ سلواغه ٩٣): په ننګرهار کې د بهسودو او سره رود ولسواليو په ګډون  د جلال اباد ښار د نجونو شل ښوونځي د انټرنټ په وسيله نښلول شوي، چې ټول زده کوونکي يې د انټرنټ له لارې خپلې ستونزې هواروي.

د دغو ښوونځيو زده کوونکي وايي، دوى خپلې کورنۍ دندې او درسي مواد ټول اوس له انټرنټ څخه ترلاسه کولى شي او د نړۍ د يو شمېر نورو ښوونځيو له زده کوونکو سره اړيکې لري.

ياد شل ښوونځي د نجونو ښوونځي دي، چې  د پرمختللې ټکنالوجۍ اسانتياوو يې پر درسي چاپېريال خورا اغېزمن سيورى غوړولى دى.

د جلال اباد ښار الايي لېسې زده کوونکې نصيره وايي، د خپلو کورنيو دندو او درسي ستونزو د حل په موخه اوس په خپل ښوونځي کې له شته انټرنټ څخه ګټه اخلي او کتابتونو ته اړتيا نه لري.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل، د ننګرهار په ښځينه ښوونځيو کې له زده کوونکو سربېره د نورې نړۍ له  ښځينه زده کوونکو سره هم د انټرنټ له لارې خپلې نظريې شريکوي.

نصيرې زياته کړه: ((موږ ته اوس د نيټ اسانتيا برابره شوې ده او موږ ترې سالمه ګټه پورته کوو؛ په کار ده چې نورو ښوونځيو کې هم د نيټ اسانتياوې برابرې شي.))

هيلۍ چې د بي بي حوا لېسې زده کوونکې ده، وايي چې له درېيو مياشتو راهيسې په خپل ښوونځي کې  د انټرنټ زده کړې کوي او له همدې اسانتياوو څخه خپلې درسي ستونزې هم هواروي.

نوموړې چې خپل کمپيوټر ته ناسته ده او درسي مواد پلټي، وايي، د انټرنټ د سهولت په تر لاسه کولو يې ډېر څه زده کړي دي.

هغې وويل: ((د نيټ له اسانتياوو څخه يواځې زده کوونکي ګټه نه پورته کوي، بلکې  ښوونکې هم د خپلو ورځنيو درسي پروګرامونو د ښه والي لپاره انټرنټ کاروي.))

په جلال اباد ښار کې د الايي لېسې مديره فريده حنانزۍ د انټرنټ له اسانتياوو د نجونو ښوونځيو پر برخمن کېدو خوښي ښيي او وايي، د دوى ګڼ شمېر زده کوونکي له انټرنټ څخه ګټه اخلي.

نوموړې وويل: ((پخوا به ځينې درسي مواد په کتابونو کې پلټل کېدل، مګر اوس موږ د نيټ اسانتيا لرو، په ډېرې اسانۍ سره مواد رااخلو.))

د حنانزۍ په خبره، د نيټ د اسانتياوو په فعالېدو سره د دوى په درسي بهير کې جوت بدلون راغلى، چې دا به د زده کوونکو پر راتلونکې مثبته اغېزه وښندي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د انټرنټ د دغې اسانتياوې په برابرولو کې له پوهنې وزارت سربېره، يو شمېر نړيوالو موسسو او مخابراتي شرکتونو هم برخه اخيستې ده.

نوموړى وايي، تر دې دمه يواځې په ښځينه وو ښوونځيو کې يادې اسانتياوې برابرې شوې دي او زده کوونکي يې له همدې لارې د خپلو ښوونځيو خپرونې پرمخ بيايي.

د ده په وينا، دوى نه يواځې له انټرنټ څخه په خپلو ښوونځيو کې علمي ګټه پورته کوي، بلکې په همدغو انټرنټ مرکزونو کې د پرمختللې ټکنالوجۍ زده کړې هم کوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.