ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو پلو ځواکونو پوځي تمرينات تر سره کړل

د ملي اردو پلو ځواکونو پوځي تمرينات تر سره کړل

author avatar
27 Jan 2015 - 19:20
د ملي اردو پلو ځواکونو پوځي تمرينات تر سره کړل
author avatar
27 Jan 2015 - 19:20

 کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٣): له بهرنيو ځواکونو څخه د افغان امنيتي ځواکونو د ټولو امنيتي مسووليتونو له اخيستو وروسته د ملي اردو پلي ځواکونو د خپلو وړتياو د ښکاره کولو په موخه يو پوځي تمريني مانور تر سره کړ.

دغه پوځي تمرين نن د ملي اردو د لسګونه سرتېرو په حضور کې د کابل د ختيځ په پلچرخي سيمه کې د ملي دفاع وزارت په يوه ښوونيز مرکز کې تر سره شو.

د ملي اردو د ښوونيز مرکز قوماندان بريد جنرال امين پتياني خبريالانو ته وويل، چې د دغه تمرين تر سره کول د سرتېرو د وطن دوستۍ او اسلامي روحيې په لوړولو کې اغېزمن رول لري.

د هغه په وينا، سرتېري په دا ډول تمرينونو کې په ګډون سره کولى شي چې له هېواد څخه په خپلواک ډول د دفاع او له دښمن سره د جګړې وړتيا لا ډېره کړي.

پتياني زياته کړه، چې د دغه مرکز د عملي او نظري زده کړو ټولې چارې د ملي اردو د افسرانو  او د ناټو سازمان د روزنيز سيسټم په مرسته تر سره کېږي.

په دغه پوځي تمرين کې چې د يوه پلي کنډک له لوري تر سره شو، ګډونوالو يې د وسله والو مخالفينو د يوه فرضي کمين په تمثيل سره د هغوى د کمين پر وړاندې اقدام وکړ چې له څو دقيقو وروسته يې د هغوى له ډلې يې تن وواژه او لس نور ونيول.

په دغه تمرين کې چې له هاموي ټانکونو او سپکو او درنو وسلو څخه په ګټې تر سره شو، افغان پوځيان د دښمن د يوه تن په وژل کېدو سره هغوى پر شا کړل.

له دې پرته په دغه پوځي تمرين کې افغان امنيتي ځواکونه په دې هم بريالي شول چې د وسله والو له لوري يو ځاى پر ځاى شوى ماين له منځه يوسي، خو دوه نورو ماينونو چاودونه وکړه چې په پايله کې يې يو سرتېرى ټپي شو.

په يوه لړ نورو نمايشي عملياتو کې اوه فرضي وسله وال مخالفين چې په يوه کور کې پټ شوي و، د استخباراتي اطلاعاتو په پايله کې هغوى تعقيبوي او امنيتي ځواکونه د درېيو وسله والو له وژلو څلور تنه يې ژوندي نيسي.

يوه سرتېري عبدالخليل چې په دغو عملياتو کې يې ګډون درلود وويل، چې دغه تمرين د سرتېرو د دندې د لا ښه والي په برخه کې ډېر اغېزمن دى او د دې لامل ګرځي چې په رښتنو عملياتو کې په ښه ظرفيت سره ګډون وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.