ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علومي: د امنيت راوستل او د قانون پليتوب مې لومړيتوبونه کې دي

علومي: د امنيت راوستل او د قانون پليتوب مې لومړيتوبونه کې دي

author avatar
27 Jan 2015 - 15:34
علومي: د امنيت راوستل او د قانون پليتوب مې لومړيتوبونه کې دي
author avatar
27 Jan 2015 - 15:34

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): د کورنيو چارو وزارت نوماند وزير نورالحق علومي وايي چې د باور رايې اخيستو په صورت کې به کې هڅه وکړي چې له اړوندو ارګانونو سره د امنيت په خوندي کولواو قانون پلي کولو په برخه کې موثر کارونه ترسره کړي.

ولسمشر اشرف غني د کابينې ٢٤ نوماند وزيرانو او د ملي امنيت او د افغانستان بانک نوماند رييسان د سلواغې په لومړۍ نېټه د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل.

علومي يو ځل د هالنډ تابعيت د لرلو له امله د ولسي جرګې له خوا رد شو، خو نن يې د دويم تابعيت پرېښودنه د ولسي جرګې له خوا ومنل شوه او اجازه ورکړل شوه چې خپل کاري پلانونه وړاندې کړي.

هغه وويل چې د جرګې د باور رايې اخيستو په صورت کې به په صداقت او امانتدارۍ سره کار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په چارو کې د روڼتيا په موخه د تدارکاتو د سيستم سمون، له امنيتي ځواکونو او عدلي او قضايي ارګانونو سره د هغمږۍ پياوړتيا، د دولت او ټولنې په کچه له فساد سره مبارزه او  د ملي عوايدو د لوټ مخنيوى به يې له عمده کارونو وي.

د کورنيو چارو وزارت د نوماند وزير په خبره، د ټولنې د ټولو قشرونو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخينوى، د پوليسو په ليکو کې د ښځو شاملېدو ته فرصت برابرول او هڅونه، د قوانينو د عملي کولو لپاره د همغږۍ را منځته کول، د پوليسو مواظبت، د پوليسو معلولينو او قربانيانو د وارثانو لپاره د سرپناه جوړول يې کاري لومړيتوبونه دي.

نوموړي وويل چې د اوسنيو اړتياوو له مخې د پوليسو د تشکيلاتو څارنه، په سرحدي ولسواليو کې د پوليسو ګومارنه، له ترهګرۍ سره مبارزه، د سرحدي کرښو د کړنلارې بشپړول، د پوليسو د ظرفيت لوړول، د پوليسو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کمښت لپاره کار کول او په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستل به يې له کاري پروګرامونو څخه وي.

دغه نوماند وزير زياته کړه چې د باور رايې ترلاسه کولو په صورت کې به د هېواد زندانونه په روزنيزو مرکزونو بدل کړي او د برېښنايي تذکرو وېش ته به ځانګړې پاملرنه ولري.

هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې د ملي ارګانونو او پانګوالو د امنيت خوندي کول، د پوليسو او خلکو تر منځ د نېکو اړيکو رامنځته کول، روڼتيا، حساب کتاب او اهل کار ته د کار سپارل يې له نورو کاري پلانونو څخه دي.

هغه زياته کړه چې په خپل ټول توان او وړتيا به د بې عدالتيو، د ځمکو د غصب او له قانون څخه د تېښتې د مخنيوي لپاره کار وکړي.

نوموړي په تېرو ١٣ کلونو کې د امنيتي ځواکونو کړنې وستايلې او ويې ويل: ((د ولسي جرګې د باور رايې خپلولو په صورت کې به د امنيت، تلپاتې سولې او قانون د نافذولو لپاره اغېزناک کارونه ترسره کړي.))

علومي څرګنده کړه چې د افغانستان له خلکو او ملي شورا سره په مخاخ همکارۍ به خپل کارونه او پلانونه عملي کړي.

هغه زياته کړه: ((جګړه او ترهګري يوه بهرنۍ ښکارنده ده چې پر موږ تپل شوې او له دې پديدې سره مبارزه کول وفادارۍ، يووالي او وطني مينې ته اړتيا لري.))

نورالحق علومي د عبدالعظيم زوى، په ١٣٢٧ کال زېږېدلى، د کندهار اصلي اوسېدونکى او په قوم پښتون دى.

؛هغه  د کابل له حبيبيې لېسې تر فراغت وروسته عسکري دورې ته داخل شوى او  د کابل له حربي پوهنتون څخه١٣٤٣ کال کې  فارغ شوى دى.

علومي په امريکا او روسيه کې هم پوځي زده کړې کړې او هېواد ته له را ستنېدو سره يې د مرکزي لومړۍ نمبر قل ارود د سرپرست او رييس ارکان، د کندهار قل اردو د قوماندان، د سوېلي زون د تنظيمه رييس او د افسرانو د عالي کورس د استاد په توګه دندې اجرا کړې او د متحد ملي ګوند مشر هم دى.

علومي د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د کندهار د خلکو د استازي په توګه دنده اجرا کړې او د دوو کلونو لپاره د همدې جرګې د امنيتي او دفاعي کمېسيون مشري هم ور له غاړې وه.

نوموړى د اجرائيه رييس له خوا دې څوکۍ ته معرفي شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.