کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): د کورنيو چارو وزارت نوماند وزير نورالحق علومي وايي چې د باور رايې اخيستو په صورت کې به کې هڅه وکړي چې له اړوندو ارګانونو سره د امنيت په خوندي کولواو قانون پلي کولو په برخه کې موثر کارونه ترسره کړي.
ولسمشر اشرف غني د کابينې ٢٤ نوماند وزيرانو او د ملي امنيت او د افغانستان بانک نوماند رييسان د سلواغې په لومړۍ نېټه د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل.
علومي يو ځل د هالنډ تابعيت د لرلو له امله د ولسي جرګې له خوا رد شو، خو نن يې د دويم تابعيت پرېښودنه د ولسي جرګې له خوا ومنل شوه او اجازه ورکړل شوه چې خپل کاري پلانونه وړاندې کړي.
هغه وويل چې د جرګې د باور رايې اخيستو په صورت کې به په صداقت او امانتدارۍ سره کار وکړي.
نوموړي زياته کړه چې په چارو کې د روڼتيا په موخه د تدارکاتو د سيستم سمون، له امنيتي ځواکونو او عدلي او قضايي ارګانونو سره د هغمږۍ پياوړتيا، د دولت او ټولنې په کچه له فساد سره مبارزه او د ملي عوايدو د لوټ مخنيوى به يې له عمده کارونو وي.
د کورنيو چارو وزارت د نوماند وزير په خبره، د ټولنې د ټولو قشرونو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخينوى، د پوليسو په ليکو کې د ښځو شاملېدو ته فرصت برابرول او هڅونه، د قوانينو د عملي کولو لپاره د همغږۍ را منځته کول، د پوليسو مواظبت، د پوليسو معلولينو او قربانيانو د وارثانو لپاره د سرپناه جوړول يې کاري لومړيتوبونه دي.
نوموړي وويل چې د اوسنيو اړتياوو له مخې د پوليسو د تشکيلاتو څارنه، په سرحدي ولسواليو کې د پوليسو ګومارنه، له ترهګرۍ سره مبارزه، د سرحدي کرښو د کړنلارې بشپړول، د پوليسو د ظرفيت لوړول، د پوليسو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کمښت لپاره کار کول او په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستل به يې له کاري پروګرامونو څخه وي.
دغه نوماند وزير زياته کړه چې د باور رايې ترلاسه کولو په صورت کې به د هېواد زندانونه په روزنيزو مرکزونو بدل کړي او د برېښنايي تذکرو وېش ته به ځانګړې پاملرنه ولري.
هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې د ملي ارګانونو او پانګوالو د امنيت خوندي کول، د پوليسو او خلکو تر منځ د نېکو اړيکو رامنځته کول، روڼتيا، حساب کتاب او اهل کار ته د کار سپارل يې له نورو کاري پلانونو څخه دي.
هغه زياته کړه چې په خپل ټول توان او وړتيا به د بې عدالتيو، د ځمکو د غصب او له قانون څخه د تېښتې د مخنيوي لپاره کار وکړي.
نوموړي په تېرو ١٣ کلونو کې د امنيتي ځواکونو کړنې وستايلې او ويې ويل: ((د ولسي جرګې د باور رايې خپلولو په صورت کې به د امنيت، تلپاتې سولې او قانون د نافذولو لپاره اغېزناک کارونه ترسره کړي.))
علومي څرګنده کړه چې د افغانستان له خلکو او ملي شورا سره په مخاخ همکارۍ به خپل کارونه او پلانونه عملي کړي.
هغه زياته کړه: ((جګړه او ترهګري يوه بهرنۍ ښکارنده ده چې پر موږ تپل شوې او له دې پديدې سره مبارزه کول وفادارۍ، يووالي او وطني مينې ته اړتيا لري.))
نورالحق علومي د عبدالعظيم زوى، په ١٣٢٧ کال زېږېدلى، د کندهار اصلي اوسېدونکى او په قوم پښتون دى.
؛هغه د کابل له حبيبيې لېسې تر فراغت وروسته عسکري دورې ته داخل شوى او د کابل له حربي پوهنتون څخه١٣٤٣ کال کې فارغ شوى دى.
علومي په امريکا او روسيه کې هم پوځي زده کړې کړې او هېواد ته له را ستنېدو سره يې د مرکزي لومړۍ نمبر قل ارود د سرپرست او رييس ارکان، د کندهار قل اردو د قوماندان، د سوېلي زون د تنظيمه رييس او د افسرانو د عالي کورس د استاد په توګه دندې اجرا کړې او د متحد ملي ګوند مشر هم دى.
علومي د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د کندهار د خلکو د استازي په توګه دنده اجرا کړې او د دوو کلونو لپاره د همدې جرګې د امنيتي او دفاعي کمېسيون مشري هم ور له غاړې وه.
نوموړى د اجرائيه رييس له خوا دې څوکۍ ته معرفي شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن