ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې د فساد پر ضد لاريون وشو

لښکرګاه کې د فساد پر ضد لاريون وشو

author avatar
27 Jan 2015 - 16:10
لښکرګاه کې د فساد پر ضد لاريون وشو
author avatar
27 Jan 2015 - 16:10

لښکرګاه (پژواک، ۷ سلواغه ۹۳): په هلمند کې سلګونه کسانو د يوه لاريون پر مهال د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبازرې او امنيت راوستو غوښتنه وکړه.

دغه لاريون چې د يو شمېر قومي او پخواني جهادي مشرانو  له خوا رهبري کېده  په کې  له حکومته غوښتنه وشوه چې په نوي تشکيلاتو کې مسلکي او پر کار پوه کسان پر دندو وګوماري.

د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال د هلمند والي امير حفيظ الله خان حقيار د سلواغې په ٧مه د دغه لاريون په څنډه کې پژواک ته وويل چې حکومت بايد داسې کسان پر دندو وګوماري چې له فساد سره د مبازرې جوګه وي.

حقيار زياتوي چې د فساد  د مخينوي او امنيت د ټينګښت  په موخه  يې ځکه لاريون کړى چې خلک تر دې وروسته بدلون غواړي.

ده وويل: ((په ادارو کې دې رشوت بند شي، د ښار په ګډون دې په  ولسواليو کې هم امنيت راشي.))

قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان عبدالشکور پژواک اژانس ته وويل: ((جهاد مجاهدينو وکړ او اوس حکومت داسې کسان کوي  چې هغه په شريعت نه دي خبر او پر ولس ظلم کوي.))

د عبدالشکور په وينا، حکومت بايد تر دې وروسته ښه او مسلکي کسان پر دندو وګوماري څو د اداري فساد مخه ونيول شي.

د طالب حيدري په نامه يوه قومي مشر بيا وايي، د هلمند اوسېدونکي تر دې وروسته د خپل حق غوښتونکي دي او داسې مشران غواړي چې ټولنې ته خدمت کوي.

ده وويل: ((له ټولو هغو مشرانو به ملاتړ وکړو چې په فساد کې دخيل نه وي.))

دغه لاريون نن (د سلواغې ٧مه) د غرمې ١٢ بجې په مرکز لښکرګاه ښار کې پيل شو او تر نږدې درې ساعته دوام وروسته په سوله ييز توګه پاى ته ورسېد.

د يادولو ده، يادو کسانو د تېرې جمعې په ورځ هم  اداري  فساد د مخنيوي او امنيت د ټينګښت په موخه  په دغه ولايت ورته لاريون کړى و.

د يو بل خبر له مخې، د نيمروز سلګونو خلکو د دغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې د دې لپاره چې په کابينه کې بلوچ قوم ته ځاى نه دى ورکړل شوى، لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ تر هغه چې په حکومت کې بلوچانو ته ونډه ور نه کړل شي خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.