ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: د څرخ د سړک جوړونې قراردادي شرکت طالبانو ته بډې ورکړې

ولسوال: د څرخ د سړک جوړونې قراردادي شرکت طالبانو ته بډې ورکړې

author avatar
27 Jan 2015 - 15:20
ولسوال: د څرخ د سړک جوړونې قراردادي شرکت طالبانو ته بډې ورکړې
author avatar
27 Jan 2015 - 15:20

پل علم (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): د لوګر د څرخ ولسوال د دې ولسوالۍ د سړک جوړولو قراردادي شرکت طالبانو ته په بډې ورکولو او په ياده پروژه کې د يو شمېر طالبانو پر ګومارلو تورن کړ.

د څرخ ولسوال خليل الله کمال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ”بشير لودين ساختماني شرکت” چې د څرخ د سړک د جوړولو چارې پر غاړه لري څه موده مخکې يې طالبانو ته لسګونه زره ډالر ورکړي دي.

دى وايي د څرخ لويه لار، له مرکز پل علم څخه د دى ولسوالۍ تر ځينو سيمو پخوا پخه شوې او اوس يې ياد شرکت ٣٤ کليومتره پاتې برخه چې د ”ډبرې” له سيمې د څرخ – خروار تر ولسواليو رسېږي، د جغل اندازۍ چارې پر غاړه اخيستې دي.

ولسوال زياتوي: ((زموږ معلومات ښيي چې بشير لودين شرکت طالبانو ته لسګونه زره ډالر د دې لپاره ورکړي چې د چارو مخه يې ونه نيسي او ځيني وسله وال طالبان يې په پروژه کې په ورځ مزدورۍ نيولي دي. طالبان پر دغو پيسو وسلې پېري او د حکومت پر ضد يې کاروي.))

ولسوال يادونه وکړه چې امنيتي ادارې کولاى شي په ښه ډول د ياد شرکت د چارو او پروژې امنيت خوندي کړي.

نو موړى وايي چې ياده پروژه له دغه شرکت سره د شل ميليونه افغانيو په ازرښت قرارداد شوى، خو دا يې ونه ويل چې دغه شرکت څومره پيسې طالبانو ته ورکړې دي.

ولسوال کمال له حکومته غوښتنه وکړه څو په دې اړه څېړنې وکړي او د ياد شرکت مسوولين قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د څرخ ولسوالۍ يوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل: ((زه د دې مسئلې شاهد يم، ياد شرکت د څرخ لپاره د طالبان ولسوال ملا بشير ته ٦٠ زره ډالر د پروژې د نه مخنيوي په شرط ورکړي دي.))

سرچينه وايي، د سړک جوړونې په پروژه کې يو شمېر ولسوال طالبان د ورځ مزدورۍ په توګه هم نيول شوي خو د ده په وينا شمېر يې ورته نه دى معلوم.

نوموړي يادونه وکړه: ((په هغو سيمو کې چې دا سړک جوړېږي په ټوليز ډول د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.))

د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې که رښتيا ثابته شي چې د بشير لودين شرکت وسله والو طالبانو ته پيسې ورکړې، قانوني چلند به ورسره وکړي.

د اميري په وينا: ((په دې پروژه کې ستونزې شته، کارونه يې سم نه دي، نو ځکه خو موده مخکې موږ دا پروژه درولې ده. خو دا چې طالبانو ته يې پيسې ورکړې، دا بله ستونزه کېداى شي چې موږ به يې په اړه څېړنې وکړو.))

خو د بشير لودين ساختماني شرکت رييس بشير لودين پژواک اژانس ته ټول هغه رپوټونه رد کړل چې ګني طالبانو ته يې پيسې ورکړې او يا يې ځيني طالبان د سړک په پروژه کې پر دندو ګومارلي دي.

ده وويل: ((پر دغه سړک مې د قرارداد له مخې کار پيل کړى، چارواکي په جريان کې شوي او تر اوسه يې شوي کارونه د قرارداد پر بنسټ دي خو څو ورځو مخکې يې کارونه د حکومت له لوري ودرول شول. ما طالبانو ته يو افغانۍ هم نه ده ورکړې او نه مې په پروژه کې پر دندو ګومارلي.))

لودين تاييد کړه چې سړک د وسله والو طالبانو د نفوذ په سيمه کې تېر شوى، خو وايي چې د پروژې چارې يې د قومي مشرانو په ضمانت پيل کړې وې.

د پژواک خبريال له ډېر کوښښ وروسته د لوګر د ټولګټو چارو له رييس سره په اړيکې نيولو بريالى شو خو هغه د يادې پروژې په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.