ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: امريکا د ملا فضل الله د وژلو ژمنه کړې

پاکستان: امريکا د ملا فضل الله د وژلو ژمنه کړې

author avatar
27 Jan 2015 - 12:29
پاکستان: امريکا د ملا فضل الله د وژلو ژمنه کړې
author avatar
27 Jan 2015 - 12:29

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): پاکستان وايي چې امريکا ورسره د ملا فضل الله د وژلو او يا تر ژوندي نيولو وروسته د سپارلو ژمنه کړې ده.

دغه څرګندونې د پاکستان د دفاع وزارت مرستيال تورن جنرال عالم خټک پرون د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسيون له غړو سره د يوې ځانګړې ليدنې پر مهال کړې دي.

پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى چې نوموړي د دې ليدنې پر مهال  امريکا ته د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف د سفر او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز په دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو هم خبرې شوې دي.

جنرال عالم خټک ويلي چې راحيل شريف امريکايي چارواکو ته د پاکستان په ناامنيو کې د هندوستان د لاس لرلو په اړه کره ثبوتونه وړاندې کړي دي.

هغه زياته کړې، امريکايي چارواکو له جنرال راحيل شريف سره ژمنه کړې چې د پاکستان د تحريک طالبان مشر ملا فضل الله به يا وژني او يا به يې ژوندى نيسي خو که يې ژوندى ونيوه، نو پاکستان ته به يې سپاري.

ملا فضل الله چې د حکيم الله مسعود تر وژل کېدو  وروسته د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوى، ادعا کېږي چې له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې پټ دى.

  پر نوموړي د پاکستان پر پوځ او يو شمېر ملکي چارواکو تر بريدونو وروسته د ملالې يوسفزۍ او د پېښور پر ښوونځي په بريد کې د لاس لرلو تورونه هم دي.

د پېښور پر ښوونځي تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې ١٤٢ زده کوونکي ووژل شول، د پاکستان د پوځ مشر کابل ته سفر وکړ او له افغان حکومته يې د ملا فضل الله  د سپارلو غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه دا نه ده منلې چې ملا فضل الله دې د افغانستان په خاوره کې وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.