ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د فدایان محاذ ډلې قوماندان نیول شوی

په کابل ښار کې د فدایان محاذ ډلې قوماندان نیول شوی

author avatar
27 Jan 2015 - 18:51
په کابل ښار کې د فدایان محاذ ډلې قوماندان نیول شوی
author avatar
27 Jan 2015 - 18:51

کابل (پژواک، پلخمري، فيض اباد(پژواک ٧ سلواغه ٩٣):د ملي امنیت منسوبینو په کابل ښار کې د محاذ فدایان وسلوالې ډلې یو قوماندان نیولی دی.

بلخوا په بغلان کې د غلو يوه شپږ کسيزه ډله نيول شوې او د دې ترڅنګ په بدخشان کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست لخوا پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دي چې موظفینو یې د کابل ښار له دولسمې حوزې څخه د نور الله په نامه د محاذ فدایان وسلوالې ډلې یو تن قوماندان نیولی دی. 

سرچینې زیاته کړې، نیول شوی تن د پاکستان د پيښور ښار د شمشتو کمپ اوسیدونکی دی او د حاجي نجیب الله چې د عمر خطاب په نوم مشهور دی، او ددې ډلې قوماندان دی د ترهګریزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه له یوه میل تمانچې دوه لاسي بمونو او نورو توکو سره نیول شوی دی.

ملي امنیت وایي چې یاد ډله د لوګر د پخواني والي ارسلا جمال په وژلو کې هم لاس درلود. 

د يوه بل خبر له مخې، بغلان کې د غلو يوه شپږ کسيزه ډله نيول شوې او همدارنګه د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو ولسوال له خپلو دوه ملګرو سره يو ځاى ټپي شوى دى.

د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل، نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې د تاله وبرفک ولسوالۍ د اشرف درې اوسېدونکو د معلوماتو په ورکولو سره پوليسو پرون د شپې شا وخوا يوه بجه شپږ وسله وال غله نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې له يادو غلو څخه د دغې ولسوالۍ د يووالي شورا د مشر  دوه سوه زره غلا شوې پيسې هم تر لاسه شوې دي.

د تاله وبرفک ولسوالۍ د يووالي شورا مشر محمد رجب، د پوليسو له دغه کار ستاينه وکړه او پژواک ته يې وويل، چې دغه پيسې يې د سړک د کار د پر مخ وړلو لپاره لېږدولې، چې د لارې په اوږدو کې له غلو سره مخ شو.

هغه وويل، چې له دغه کار وروسته يې پوليس په جريان کې کړي چې هغوى هم ډېر ژر دغه ډله ونيوله او پيسې يې له هغوى څخه بيرته اخيستې دي.

بله خوا د بغلان امنيه قوماندان د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې پوليسو په يو لړ ځانګړو عملياتو کې د ملا غياث په نوم د طالبانو ولسوال له خپلو دوه کسانو سره ټپي کړى دى.

سرچينې د دې خبرې په څرګندولو سره وويل، چې ټپيان شوي کسان تښتېدلي او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

دغه راز د بدخشان پوليس وايي چې پنځه وسله وال مخالفين يې د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستو باندې د بريد پر مهال وژلي دي.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقادر صياد نن پژواک ته وويل، چې د دوه کسانو مړي يې له خپلو وسلو سره يو ځاى د جګړې په سيمه کې پاتې چې يو يې تاجکستان او بل د ازبکستان وګړي دي.

 صياد زياته کړه: ” په دغه نښته کې يو پوليس برسېرن ټپي شوى او همدارنګه څلور نور ملکيان هم چې طالبان يې په کورونو کې پټ شوي و، ټپيان شوي دي.”

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.