ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام کې د نیغ په نیغه لوبیدو چانس پیدا کړ

افغانستان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام کې د نیغ په نیغه لوبیدو چانس پیدا کړ

author avatar
28 Jan 2015 - 22:21
افغانستان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام کې د نیغ په نیغه لوبیدو چانس پیدا کړ
author avatar
28 Jan 2015 - 22:21

کابل ( ۸ سلواغه ۹۳) :د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان او ایرلینډ ته د ایف ټي پي یا فیوچر ټوور پروګرام دریځ ورکړ.
د فغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش د سلواغې په ۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې پریکړې له مخې افغانستان راتلونکو څلورو کلونو پورې ډیر زیات یو ورځني نړیوالې لوبې کوي.
دهغه په وینا، دغه راز ددې پریکړې له مخې، افغانستان ته دا چانس شته چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته نیغ په نیغه لاره پیدا کړي.
دی وایي ، که چیرې افغانستان تر نړیوال جام مخکې په نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ، نو نیغ په نیغه به لاره پیدا کوي او که چیرې ترلاسه نه کړو، نو نهم، لسم، یوولسم اودولسم مقام لرونکي هیوادونه به خپلو کې لوبې کوي او دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته لره پیدا کوي.
دغه راز افغانستان به تر دې وروسته نړیوال ته د لار موندنې لپاره د ورلډ کرکټ لیګ لوبې نه کوي، دانټرکانټینینټال کپ یواځې څلور ورځنۍ ټسټ لوبې به کوي.
د ای سی سی ددې پریکړې له مخې به افغانستان کولی شي چې له فول ممبر هیوادونو سره د نړیوالو لوبو څلور کلن پروګرامونه جوړ کړي.

دیادونې وړ ده چې افغانستان د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته چې په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې ترسره  کیږي، لاره موندلې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.