ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزارت کانديد رد شو

د مخابراتو وزارت کانديد رد شو

author avatar
28 Jan 2015 - 16:20
د مخابراتو وزارت کانديد رد شو
author avatar
28 Jan 2015 - 16:20

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): ولسي جرګې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کانديد برنا کريمي ته د رد رايه ورکړه.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې، چې ٢٤٣ استازي په کې حاضر وو، ١١٥ موافقې او ٩٧ مخالفې رايې وکارول شوې.

همدارنګه د کارول شوو رايو له ډلې، ٥ باطلې او ٢٦ سپينې دي.

برنا کريمي، له ٢٤ کانديد وزيرانو او د افغانستان بانک او د ملي امنيت د رييسانو په توګه، تېره اوونۍ د حکومت له خوا ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي وو.

له دې ډلې، يواځې ١٨ نوماندانو او د ملي امنيت کانديد رييس خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل؛ خو پاتې نور نوماند وزيران او د افغانستان بانک کانديد رييس د دوګوني تابعيت او ځينو نورو ستونزو له امله رد شول او ولسي جرګې ته د خپلو پروګرامونو وړاندې کولو اجازه ورنه کړل شوه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.