کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٣): ولسي جرګه سبا په داسې حال کې يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي پيلوي،چې لا هم د ١٧ وزارتونو لپاره کانديد وزيرانو له دې جرګې د باور رايه نه ده تر لاسه کړې.
ټاکل شوې وه چې ولسي جرګه هم د مشرانو جرګې په څېر خپله ژمنۍ رخصتي د سلواغې په لومړۍ نېټه پيل کړي، خو دا کار يې د بوديجې د طرحې د تصويب او کانديد وزيرانو ته د رايې ورکولو په موخه ځنډولى و.
دې جرګې نن د بوديجې طرحه تصويب کړه او د حکومت له خوا د ورمعرفي شويو ٢٤ کانديد وزيرانو څخه يې ٨ تنو موافقه او ١٠ نورو ته د رد رايه ورکړه.
دې جرګې نن د ملي امنيت رياست کانديد ته هم د باور رايه ورکړه خو د افغانستان بانک کانديد رييس يې د دويم تابعيت له امله ونه مانه.
دغه راز د معرفي شويو کانديدوزيرانو له ډلې هم څلور تنه د دويم تابعيت او يو د ليسانس سند د نه وړاندې کولو له امله جرګې نه دي منلي.
د کرنې وزارت لپاره تر اوسه حکومت ولسي جرګې ته څوک د کانديد وزير په توګه نه دي معرفي کړي.
په دې توګه حکومت بايد١٥ تنه کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي او جرګه رايه ورکړي.
دغه راز حکومت پرون د عدليې او اطلاعات اوفرهنګ وزارتونو لپاره نوماند وزيران جرګې ته معرفي کړل خو تراوسه يې جرګې ته پلانونه نه دي وړاندې کړي .
خو د جرګې د رخصتۍ په پيل سره دغه کار يوه نيمه مياشت وځنډېد.
د اساسي قانون په ۱۰۷مه ماده كې راغلي، چې په هر كال كې د ملي شورا كاري دوره نهه مياشتې ده او جرګه يوه نيمه مياشت په ژمي کې او يوه نيمه مياشت په دوبي کې رخصتي لري.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل،چې ولسي جرګه سر له سبا خپله ژمنۍ رخصتي پيلوي .
هغه زياته کړه ،چې له ګواښونو او ستونزو سره سره دې جرګې په تېر يوه کال کې د نظارت، قانون جوړونې او د وکالت په برخو کې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.
ابراهيمي د جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې د رخصتۍ پر مهال له خپلو موکلينو سره اړيکه ونيسي، د هغوى ستونزې واوري او د جرګې د غونډو د بېرته پپل پر مهال يې په عمومي غونډه کې د حل په موخه مطرح کړي.
مشرانو جرګې ٨ ورځې وړاندې ژمنۍ رخصتي پيل کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن