کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٣): د حکومت له لوري د ١٩ وړانديز شويو نوماند وزيرانو له ډلې يواځې ٨ نوماند وزيرانو او د ملي امنيت رييس له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه او پاتې نور يې رد شول.
د ولسي جرګې په دغه غونډه کې، چې د حکومت له لوري د وړانديز شويو وزيرانو او د ملي امنيت عمومي رييس ته د باور رايې ورکولو په موخه تر سره شوه؛ د دغه جرګې ٢٤٣ غړو ګډون درلود.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د قانون او د ولسي جرګې د غړو د حساب له مخې، اړينه ده، څو هر نوماند وزير د برياليتوب لپاره له نيمه ډېر (١٢٢) رايې تر لاسه کړي.
په دغه غونډه کې، د ولسمشر څلور وړانديز شويو (ماليې، کانونو، مج او اوقاف او د کليو پراختيا) وزيرانو او همدرانګه د حکومت اجرايي مشر له لوري وړانديز شويو (بهرنيو، کورنيو چارو، مهاجرينو او عامې روغتيا) وزيرانو د باور رايه تر لاسه کړه.
صندوق ته د اچول شويو رايو له مخې، صلاح الدين رباني د ١٥١ رايو په تر لاسه کولو سره د بهرنيو چارو وزير، نورالحق علومي د ١٣١ رايو په تر لاسه کولو د کورنيو چارو وزير، رحمت الله نبيل د ١٥٤ رايو په تر لاسه کولو د ملي امنيت د مشر، محمد اکليل حکيمي د ١٢٨ رايو په تر لاسه کولو سره د ماليې، فيروزالدين فيروز د ١٧٠ رايو په تر لاسه کولو د عامې روغتيا د وزير، سيدحسين عالمي بلخي د ١٣٤ رايو په تر لاسه کولو سره د کډوالو او مهاجرينو چارو، داودشاه صبا د ١٤٦ رايو په تر لاسه کولو سره د کانونو او پټروليم، نصيراحمد دراني د ١٤٥ رايو په تر لاسه کولو سره د کليو د پراختيا وزير او فيض محمد عثماني د ١٦٠ رايو په تر لاسه کولو سره د حج او اوقافو وزير په توګه وټاکل شول.
پر دې سربېره د دواړو مشرانو پنځو پنځو وزيرانو له دغې جرګې څخه د باور رايه تر لاسه نه کړى شوه.
د وکيلانو د رايو پر بنسټ، د اقتصاد وزارت لپاره وړاندي شوى وزير سردار محمد رحمان اوغلي، د لوړو زده کړو لپاره خاطره افغان، د پوهنې وزارت لپاره زلمي يونسي، مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ ته نوماند وزير برنا کريمي، د فوايد عامې وزارت نوماند بصير عباس، د دفاع وزارت لپاره وړانديز شوي وزير شېرمحمد کريمي، د اوبو او برېښنا وړانديز شوي وزير عبدالرحمن صلاحي، د سوداګرۍ او صنايعو لپاره سردارمحمد رحيمي، د ټرانسپورټ لپاره فيض الله ذکي او د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت لپاره نوماند وزير قمرالدين شينواري له يادې جرګې څخه د باور رايه تر لاسه نه کړى شوه.
حکومت د روان کال د مرغومي په ٢٢ مه د حکومت ٢٥ نوماند وزيران او د ملي امنيت او مرکزي بانک مشران ولسي جرګې ته د باور رايې د تر لاسه کولو په موخه ور وپېژندل.
د وړانديز شويو وزيرانو له ډلې يې پنځو (اطلاعات او فرهنګ، عدليه، کار او ټولنيزو چارو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او ښار جوړونې) او د مرکزي بانک نوماند رييس د دوه ګوني تابعيت له امله، د ښځو چارو نوماندې د اسنادو د نه بشپړتيا او د کرهنې وزارت ته نوماند وزير په کوم بهرني هېواد کې د مالياتو د نه ورکړې له امله خپل کاري پلانونه وړاندې نه کړى شول او د دوى په اړه رايه ورکونه هم ونه شوه.
ولسمشر او د حکومت اجرايي مشر د اطلاعات او فرهنګ او عدليې وزارتونو لپاره نوماند وزيران مشخص کړي او ټاکل شوې چې د ولسي جرګې له ژمنيو رخصتيو وروسته پاتې نورو پنځلسو وزارتوتو او مرکزي بانک ته نوماند کسان پيدا او يادې جرګې ته وروپېژني.
د ولسي جرګې د غړو ژمنۍ رخصتۍ له سبا پيل او د کب مياشتې تر پنځلسمې نېټې پورې به دوام وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن