ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا، بلخ او سرپل کې ١٩ پروژې بشپړې شوې دي

پکتيا، بلخ او سرپل کې ١٩ پروژې بشپړې شوې دي

author avatar
28 Jan 2015 - 16:10
پکتيا، بلخ او سرپل کې ١٩ پروژې بشپړې شوې دي
author avatar
28 Jan 2015 - 16:10

مزارشريف (پژواک، ٨ سلواغه ۹۳): د سرپل، بلخ او پکتيا په ولايتونو کې ١٩ پروژې پلې او له امله يې زرګونه ځايي وګړو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.

په مزارشريف کې د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول فريداحمد سعادت پژواک ته وويل چې د سرپل په سياد او سانچارک ولسواليو کې د ملي پيوستون نهه پرژوې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زياته کړه چې د يادو پروژو په لړ کې پر ۱۲ کيلومتره سړک چغل اچونه، د ۲ ښوونځيو د ودانۍ جوړېدل، ۸ متره پل او ۲۸ متره استنادي دېوال شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۱۵ميليونه او ۷۳۶ زره افغانيو په لګښت بشپړې شوې چې د اته کليو ۲۰۶۲ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د هغه په وينا، په سرپل ولايت کې ۶۱۰ کلي د ملي پيوستون تر پوښښ لاندې دي چې ۱۸۱۵پروژې په کې بشپړې شوې او ۵۰۰ تر کار لاندې دي.

همداراز د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د شپږو ښوونځيو د چارې بشپړې شوې دي.

د دهدادي ولسوالۍ د ملي پيوستون د ټولنيزې شورا مشر مصطفی پژواک په وينا له يادو شپږو ښوونځيو د بېلګې په توګه د شېراباد کلي د ابوزيد لېسې ودانۍ پرانيستل شوه.

نوموړي زياته کړه چې دغه ودانۍ د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي چې د شپږو ښوونځيو د ودانيو چارې يې بشپړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د يادو څوارلسو ودانيو په جوړېدو به د دهدادي ولسوالۍ ټول ښوونځي د ودانيو لرونکي شي او زده کوونکو ته به يې اسانتياوې برابرې شي.

مصطفی وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې د ۱۴ ښوونځيو د ودانيو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

د بلخ د کليو او پراختيا رييس باسط عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دهدادي ولسوالۍ کې د ملي پيوستون دويم پړاو پيل شوی چې د ۳۳ ټولنيزو شوراګانو له لارې چارې سمبالېږي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده ولسوالۍ کې د ملي پيوستون په دويم پړاو کې بېلابېلې ۴۸ پروژو چارې په کې پيل شوې دي.

د هغه په وينا، ياد شپږ ښوونځي چې د ودانيو چارې يې پشپړې شوې، د همدغو پروژو په لړ کې دي.

عيني وويل چې په بلخ ولايت کې د ملي پيوستون په دويم پړاو کې د ۸۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې په ټوليز ډول ۷۰۴ کلي د ملي پيوستون د دويم پړاو تر پوښښ لاندې دي چې ۸۹۹ بېلابېلې پروژو چارې په کې پيل شوې دي.

بلخوا د پکتيا د ښاروالۍ له لوري په ګردېز کې ښار څلور پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .

د ياد ولايت ښاروال اغامحمد سعدي وويل، په دغو پروژو کې ېې يو جومات، يوه څلورلارې، يو خوړنځای او يو نيم کيلومتر سړک شامل دي چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

نوموړي وويل چې د دې ټولو پروژو مالي لګښت څلرويشت ميليونه افغانۍ کېږي چې د ښاروالۍ د پرمختيايي بوديجې له خوا ورکړل شوى دى.

سعدي وويل چې په يادو پروژو کې يې د ښاروالۍ په لومړي تالار کې خوړنځای، د جرګو په نوم دوهم تالار کې يې جومات، د نوي ولايت مقام مخې ته څلورلارې او د ګردېز په ښار کې يو نيم کيلومتره سړک شامل دي.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد د دغو پروژو د پرانيستو له امله خوښي وښوده او ويې ويل چې تر يوې اندازې به د ښار ښکلا او د ښاروالۍ اړتياوې پوره کړي.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې په پکتيا کې ډېر کارونه شوي او په راتلونکي کې به داډول نورې پروژې هم پلې کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.