کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): ولسي جرګې د عامې روغتيا وزارت کانديد ډاکټر فيروزالدين فيروز ته د تاييد رايه ورکړه.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې، چې ٢٤٣ استازي په کې حاضر وو، 170 موافقې او 54 مخالفې رايې وکارول شوې.
همدارنګه د کارول شوو رايو له ډلې 4 باطلې او 12 سپينې دي.
فيروز له ٢٤ کانديد وزيرانو او د افغانستان بانک او د ملي امنيت د رييسانو په توګه، تېره اوونۍ د حکومت له خوا ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي وو.
له دې ډلې، يواځې ١٨ نوماندانو او د ملي امنيت کانديد رييس خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل؛ خو پاتې نور نوماند وزيران او د افغانستان بانک کانديد رييس د دوګوني تابعيت او ځينو نورو ستونزو له امله رد شول او ولسي جرګې ته د خپلو پروګرامونو وړاندې کولو اجازه ورنه کړل شوه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن