کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): د ډاکټر عبدالله د يوه حکم له مخې د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست لپاره درې نور سلاکاران ټاکلي دي.
د ډاکټر عبدالله له خوا د دغو درېيو سلاکارانو حکمونه د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي دي.
په حکم کې راغلي چې قربان حقجو د اجرائيه رياست د اقتصادي چارو کارپوه، حاجي امام قل د کار او ټولنيزو چارو د سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز په يو بل حکم کې محمود صيقل هم د اجرائيه رياست د سلاکار او ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوى دى.
قربان حقجو پخوا د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رييس و، خو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال يې استعفا ورکړه او د ډاکټر عبدالله د ملاتړ اعلان يې وکړ.
د يادونې ده، محمود صيقل د اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله له خوا د اوبو او برېښنا وزارت ته کانديد شوى و، خو په وروستيو شېبو کې د دې څوکۍ له منلو تېر شو، خو د تېرېدو لامل يې نه دى څرګند کړى.
دا په د اسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د اجرائيه رياست د سياسي او نړيوالو چارو د سلاکار په توګه د سيد طيب جواد او د ښځو او ځوانانو په برخه کې د حبيبې سرابي ټاکل په مافوق بست کې منظور شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن