ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دې د رسنيزو سرغړونو د څېړنې کمېسيون مشر نه وي”

“د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دې د رسنيزو سرغړونو د څېړنې کمېسيون مشر نه وي”

author avatar
29 Jan 2015 - 14:07
“د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دې د رسنيزو سرغړونو د څېړنې کمېسيون مشر نه وي”
author avatar
29 Jan 2015 - 14:07

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې له ولسمشره وغوښتل چې د ټوليزو رسنيو په قانون کې دې د رسنيزو سرغړونو د څېړنې کمېسيون د مشر په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مشري توشېح نه کړي.

ولسی جرګې يو ځل د ١٣٩٢ کال په تلې مياشت کې د ټوليزو رسنيو قانون د تعديل طرحه تصويب کړې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په مشرۍ د رسنيزو سرغړونو د څېړنې د نوي کمېسيون جوړېدل په ياده طرحه کې تر ټولو مهم بدلون و.

خو د ولسي جرګې دغه پرېکړه د رسنيو د ملاتړ ادارو له نيوکو سره مخ شوه او مشرانو جرګې هم د همدغه کال په لړم مياشت کې د يادې طرحې تر ارزونې وروسته پرېکړه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير بايد د ياد کمېسيون مشري ونه کړي او د کمېسيون مشر بايد د کمېسيون د غړو تر منځ د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

ياده اختلافي موضوع د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، د ملي شورا ګډ پلاوي ته وسپارل شوه، خو دغه پلاوى هم په دې اړه هوکړې ته ونه رسېد.

هماغه وو چې د قانون له يادې مادې سره سم دغه موضوع د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه او پرېکړه يې وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير بايد د ياد کمېسيون مشري وکړي.

خو د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) اجرائيوي مشر عبدالمجيب خلوتګر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د ولسي جرګې له لوري د رسنيزو سرغړونو د څېړنې کمېسيون د مشر په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير تصويب د اساسي قانون د ٣٤ مې مادې خلاف دى.

په ياده ماده کې راغلي “د بيان ازادي له تيري څخه خوندي ده،هر افغان حق لري،چې خپل فکر د وينا،ليکنې، انځور او يا نورو وسيلو له لارې په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعايت څرګند کړي. هر افغان حق لري د قانون له حکمونو سره سم مطالب بى له دې،چې هغه مخکې له مخکې  دولتي مقاماتو ته وښايي خپاره او نشر کړي .”

خلوتګر وايي: “کله چې وزير د ياد کمېسيون مشر شي، نو د خبريالانو او رسنيو د بيان ازادي کمېږي او هغه ځکه چې حکومتي کسان ټول يو له بل سره تړلي دي او خبريالان بيا په سمه توګه نه شي کولاى چې له يو لړ موضوعاتو پرده پورته کړي.”

هغه له ولسمشره وغوښتل چې د رسنيزو سرغړونو د کمېسيون د مشر په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د مشرۍ په اړه د ولسي جرګې مصوبه توشېح نه کړي؛ ځکه چې په دغه کار سره به د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه نوره هم لوړه شي.

د ده د معلوماتو له مخې، تېر ميلادي کال د خبريالانو پر وړاندې ٣٤ سلنه تاوتريخوالى د حکومتي کسانو له لوري ترسره شوى دى.

د دې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې په تېر ميلادي کال کې اته خبريالان وژل شوي، نهه نور ټپيان دي، ٢٠ تنه نيول شوي، ٣٨ تنه ډبول شوي او ٥٠ تنو خبريالانو ته سپکاوى شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.