ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولايتي شورا هم وتړل شوه

د بلخ ولايتي شورا هم وتړل شوه

author avatar
29 Jan 2015 - 14:58
د بلخ ولايتي شورا هم وتړل شوه
author avatar
29 Jan 2015 - 14:58

مزارشريف (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): د بلخ د ولايتي شورا مسوولينو په احتجاجي توګه د يوې اوونۍ لپاره د يادې شورا د تړلو اعلان وکړ.

د بلخ د ولايتي شورا غړو د سلواغې په ۹مه د يوې احتجاجي ناستې په ترسره کولو د ولسي جرګې د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې له امله يې له ولايتي شوراګانو د نظارت حق اخيستل شوی، د دې شورا د بندېدو اعلان وکړ.

د يادې شورا مشر محمدابراهيم خيراندېش پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسي جرګې تېره ورځ پرېکړه وکړه چې له دې وروسته د هېواد ولايتي شوراګانې په ولايتونو کې د نظارت حق نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((د دې ډول فيصلې کول، د افغانستان له خلکو سره جفا ده، د هر ولايت له خلکو سره جفا ده، متاسفانه چې د پارلمان وکيلانو په ډېرې بې شرمۍ دغه کار کړی دی، دا يو ظلم دی.))

د هغه په وينا، پارلمان به د دې پرېکړې له امله نه يوازې د ولايتي شوراګانو، بلکې د ټول ولس او مدني ټولنو له کلک غبرګون سره مخ شي.

د بلخ ولايتي شورا مشر وويل چې د ډېری ولايتونو په دولتي ادارو کې د غريبو خلکو کار په سمه توګه نه خلاصېږي، همدا د ولايتي شوراګانو دروازې دي چې د هر چا پر مخ خلاصې دي او له خپل ولس سره د چارو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

نوموړي زياته کړه، د پارلمان وکيلان د دې وخت نه لري چې په ولايتونو کې د خلکو ستونزو ته ورسېږي؛ نو ولايتي شوراګانې دې پرېږدي چې د خپلو ولايتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه کار وکړي.

د هغه په وينا، د پارلمان وکيلان که يوازې پر وزارتونو د سمو چارو ترسره کولو په موخه زيار وباسي نو دا به هم غټ کار وي.

د ولايتي شورا رييس وويل چې د پارلمان د وکيلانو دغه پرېکړه د ولايتونو په دولتي ادارو کې د فساد په زياتوالي سره مرسته کوي او خلکو ستونزې د کمېدو پر ځای ډېرېږي.

نوموړي له ولسمشره هيله وکړه چې د پارلمان دې پرېکړې ته ارزښت ورنه کړي او په ولايتونو کې د دولتي چارو د سمون په موخه د دوی ملاتړ وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا پخواني رييس ډاکتر محمدافضل حديد ګواښ وکړ چې که چېرې حکومت د پارلمان د يادې پرېکړې په اړه غبرګون ونه ښيي نو له بد برخليک سره به مخ شي.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې حکومت غږ پورته نه کړي نو ولس به د غني د حکومت فاتحه ولولي، لکه څنګه چې يې له تېرو حکومتونو سره همداسې چلند وکړ.))

د بلخ د ولايتي شورا وکيل محمدهاشم عظيمي پژواک ته وويل چې پارلمان د ولايتي شوراګانو په اړه غير منطقي تصميم نيولی دی.

نوموړي زياته کړه چې په همدغه غبرګون کې نن د ولايتي شورا غړو فيصله وکړه چې د راتلونکې يوې اوونۍ لپاره به د بلخ د ولايتي شورا دروازې بندې وي.

د هغه په وينا، دوی يقين لري چې د هېواد په ډېری ولايتونو کې به ولايتي شوراګانې د دوی په څېر غبرګون ښکاره کړي.

د ولايتي شورا رييس محمدابراهيم خيراندېش وويل چې په راتلونکې اوونۍ کې به دوی کابل ته سفر وکړي او ولسمشر ته رسماً خپل وړانديز رسوي چې د ولايتي شوراګانو په اړه د پارلمان فيصلې ته ارزښت ورنه کړل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.