ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو، بورې او اوړو بيې ټيټې شوې دي

د تېلو، بورې او اوړو بيې ټيټې شوې دي

author avatar
29 Jan 2015 - 15:33
د تېلو، بورې او اوړو بيې ټيټې شوې دي
author avatar
29 Jan 2015 - 15:33

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرول، ډېزلو، بورې او اوړو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو لېتر پټرول تېلو بيه له ٤٥ افغانيو څخه ٤٠ افغانۍ او يو لېتر ډېزل تېل له ٤٤ څخه ٤٣ افغانيو ته راټيټ شوي دي.

هغه زياته کړه چې په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيو د راټيټېدو او هېواد ته د زياتو تېلو د را واردېدو له امله بيې رالوېدلې دي.

خو د تېرې اوونۍ په پرتله د لرګيو او اوبلن ګازو په بيو کې کوم بدلون نه دى رامنځته شوى.

د تايمني د پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف په وينا، نن د تېرو اوو ورځو په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٠ افغانۍ پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په څېر د کابل ښار په يو شمېر سيمو کې يو کيلو ګاز په ٤٢ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يو لرګي پلورونکي محمد وويل چې نن د تېرې اوونۍ په څېر د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٦٢٠٠ افغانۍ او د يو خروار بلوط لرګيو بيه ٦٨٠٠ افغانۍ ده.

په خوراکي توکو کې يوازې د اوړو او بورې بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو عمده پلور بيه له ١٢٧٠ افغانۍ ١٢٥٠ افغانيو او د پنځوس کيلويي بورې بيه له ١٧٢٠ څخه ١٦٤٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو نوموړي وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٥٠٠ افغانۍ، ١٦ لېتره مومن غوړي ١٠٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٨٠ افغانۍ دى.

د کابل د دهن باغ يوه دوکاندار خانعلي وويل چې نن د ٢٤ کيلويي لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو پرچون پلور بيه ١٨٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي پاکستاني اوړه ١٣٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي بوره ١٨٠٠ افغانۍ، ١٦ لېتره مومن غوړي ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٥٠ افغانۍ او يو کيلو شين چاى ٢٤٠ افغانۍ دى.

د عربي او روسي سرو زرو بيو هم کوم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام روسي سرو زرو بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

د کابل د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه صالحي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٢٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٦٣ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٩٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٧٠ افغانۍ و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.