ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميانشين لپاره د ملي پيوستون بوديجه دې د ولسوالۍ د سړک پر جوړولو ولګول شي”

د ميانشين لپاره د ملي پيوستون بوديجه دې د ولسوالۍ د سړک پر جوړولو ولګول شي”

author avatar
29 Jan 2015 - 18:30
د ميانشين لپاره د ملي پيوستون بوديجه دې د ولسوالۍ د سړک پر جوړولو ولګول شي”
author avatar
29 Jan 2015 - 18:30

کندهار (پژواک ٩ سلواغه ٩٣): د کندهار د ميانشين اوسېدونکي وايي، د ناامنيو له امله د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې د بيارغونې کارونه نه شي کېداى، له همدې امله دې د دغې ولسوالۍ لپاره د ملي پيوستون ځانګړې شوې بوديجه د سړک پر جوړولو ولګول شي.

د ميانشين ولسوالۍ قومي مشرانو او د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړو، دغه څرګندونې د کندهار د والي له مرستيال عبدالعلي شمسي او د ملي پيوستون له سيمه ييز مسوول کريم پوپل سره په ليدنه کې وکړې.

د ميانشين ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر اغاجان وويل، چې د کليو او پراختيا رياست د دې ولسوالۍ لپاره د ملي پيوستون په چوکاټ کې ځانګړې بوديجه لري؛ په کار ده، دغه بوديجه له دې ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته پر غځېدلي سړک ولګول شي.

هغه زياته کړه، دا چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې ناامني ده، له همدې امله دغلته پرمختيايي پروژې په سمه توګه نه شي پلي کېداى؛ نو دغه بوديجه دې پر يوې لويې بنسټيزې پروژې ولګول شي.

نوموړي زياته کړه، له ميانشين څخه تر کندهار ښار پورې غځېدلې ٧٠ کيلومتره لاره خامه ده، چې له امله يې خلک کندهار ښار ته د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېون دي.

د ده په خبره، که دغه سړک ورغول شي، نو ګټه يې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته رسېږي.

د ميانشين ولسوال حاجي روزي خان هم وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې ٤٣ پرمختيايي شوراګانې فعاليت کوي، چې نه يواځې دوى، بلکې د ولسوالۍ اوسېدونکي هم د کندهار ښار او دې ولسوالۍ تر منځ د سړک د جوړولو غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه، که د ولسوالۍ عمومي لاره جوړه شي، نو امنيت يې خوندي کېداى شي او په دې توګه په راتلونکي کې د نورو پرمختيايي پروژو عملي کولو ته زمينه برابرېږي.

د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي، په همدې غونډه کې د ميانشين ولسوالۍ د خلکو د غوښتنو پر بنسټ له کليواو پراختيا وزارت سره اړيکه ونيوله او هغوى د دې پروژې د عملي کولو ژمنه وکړه.

نوموړي د ميانشين له قومي مشرانو وغوښتل، چې د دې پروژې د پلي کېدو لپاره دې د ولسوالۍ د ټولو پرمختيايي شوراګانو باور تر لاسه شي.

 هغه هم له ميانشين څخه تر کندها ښاره د غځېدلې لارې جوړول د خلکو بسټيزه اړتيا وبلله او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به پوره پوره مرسته کوي.

ميانشين ولسوالي د کندهار له شمالي ولسواليو څخه ده، چې له کندهار ښار څخه شاوخوا ٧٠ کيلومتره واټن لري.

دغه ولسوالي د شپږو کلونو لپاره په پرله پسې توګه د مخالفينو تر ولکې لاندې وه، خو درې کاله مخکې د نظامي عملياتو په پايله کې د هغوى له واکه ووتله.

دغه ولسوالي له ٣٥٣ وړو او لويو کليو څخه جوړه شوې او شاوخوا ٢٦ زره وګړي په کې ژوند کوي، چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.