جلال اباد (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار د يوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى دى.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې او ١٥ دقيقې د لومړۍ ناحيې اړوند سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي د خرما تر ونې لاندې ځاى پر ځاى شوي وو چې د چاودنې له مله يو سپلني دودوونکى ماشوم وژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
نوموړى وايي چې پوليسو په دې اړه پلـټنې پيل کړې دي.
د خالد په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د افغان – ترک لېسې ته څېرمه شوې ده.
خو نوموړى وايي، دا چې سهار وخته و، نو د لېسې زده کوونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په روانه اوونۍ کې دا درېيمه چاودنه ده چې په جلال اباد ښار کې کېږي، تر دې مخکې د کابل اډې تر څنګ د سرحدي پوليسو پر يوه موټر او تر هغې وروسته د جلال اباد ښار د بابا ولي په هوټل کې هم چاودنې شوې چې مرګ ژوبله يې هم لرله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن