کابل (پژواک ١٠سلواغه ٩٣) : امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د مهماتو ، چاودېدونکو توکو او تجهيزاتو اووه زيرمې کشف او ترلاسه کړې .
د پکتيکا ولايت له مقام څخه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه عملیات د ملي امنیت د(۰۸) قطعې او د ملي اردوځواکونوپه ګډه د ارګون ولسوالۍ اړونډ ځدراڼو درې او په جبارکلي کې ترسره کړي ،چې د وسله والومخالفینو اووه سترې زيرمې چې وسلې،مهمات،چاودېدونکي توکي اوتجهیزات په کې وو،کشف او نیولي دي .
د سرچينې په وينا ، له دې زيرمو یوه پایه دهشکه له ۲۰۰فیره مرمیو سره،دپاکستاني کومانډوځواکونود۶۰ملي متري هاوان دمراطباتویوجلد کتاب،۵ قابه دهاوان دوربینونه،۳۵دانې دمخابرې انتنونونه،۲پایې امریکایي مخابرې ،څلورپایې آیکم کشفي مخابرې،پنځه دانې دکلاشینکوف شاجورونه،دوه دانې ددهشکې میلونه ،یومیل برنل له ۵ دانې شاجورونه ترلاسه شوي .
همدارنګه یو قاب روسی دوربین،۵۰۰ کیلوګرامه المونیم نایتریت مودا،۴۲ حلقې مختلف النوع ماینونه،۳۵ دانې دماینونو لپاره جوړې شوې بیطرۍ ،۸ دانې ریموټ کنترول ماینونه،څلوربنډله مسي لین،۵۰۰ متره دماین کیبلي لین،۳۰دانې دماین فیوزونه ،یوپایه دماین دلین ماشین،یو کارتن مقناطیس ،یودانه دبرق مولد،۳۰جوړې دملي اردو اوامریکایي ځواکونودریشي ،۱۰دانې چیرکي بسترې، دوه جوړې نظامي بوټونه او یوه پایه چیرکي خیمه هم له دغو زيرمو تر لاسه شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، چې په نیول شویو توکو کې ۴۲حلقې مختلف النوع ماینونه ځای پرځای له منځه وړل شوي ، نورټول مهمات،چاودیدونکي توکي اوتجهیزات د ملي امنیت (۰۸) قطعې ځواکونو مرکز ته انتقال شوي دي.
سرچينه وايي چې ددې عملياتو پرمهال چا ته زيان نه دى اوښتى .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن