ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بګرام کې نامسوولو وسله والو د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل

بګرام کې نامسوولو وسله والو د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل

author avatar
30 Jan 2015 - 11:53
بګرام کې نامسوولو وسله والو د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل
author avatar
30 Jan 2015 - 11:53

چاريکار(پژواک١٠سلواغه٩٣): د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې نامسوولو وسله والو تېره شپه د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل.

د  بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي د سلواغې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په قرچه سيمه کې نامسوولو وسله والو کسانو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.

هغه زياته کړه: ((وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي،چې په کې مور،پلار،يو زوى او دوه لوڼې شامل دي.))

د فرزه يي په وينا، يادو نامسوولو وسله والو وروسته تر هغه په دغه کړنه لاس پورې کړ،چې څه موده وړاندې يې له يادې کورنۍ څخه  لور غوښتې وه ،  خو دغې کورنۍ نه وه ورکړې.

هغه وايي،چې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه درې تنه نيول شوي او د نورو کسانو د نيولو په اړه هڅې روانې دي.

د پروان  د ولايتي شورا منشي شمس الحق شيرخاني هم ياده پېښه تاييدوي او وايي،چې دغه پېښه د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوې ده .

هغه په ياد ولايت کې د نامسوولو وسله والو د شتون په اړه اندېښنه وښوده او له حکومت  څخه يې غوښتنه وکړه،چې د نامسوولو وسله والو مخه دې ونيسي کنه دغه ډول پېښې به  زياتې شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.