چاريکار(پژواک١٠سلواغه٩٣): د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې نامسوولو وسله والو تېره شپه د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل.
د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي د سلواغې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په قرچه سيمه کې نامسوولو وسله والو کسانو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.
هغه زياته کړه: ((وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي،چې په کې مور،پلار،يو زوى او دوه لوڼې شامل دي.))
د فرزه يي په وينا، يادو نامسوولو وسله والو وروسته تر هغه په دغه کړنه لاس پورې کړ،چې څه موده وړاندې يې له يادې کورنۍ څخه لور غوښتې وه ، خو دغې کورنۍ نه وه ورکړې.
هغه وايي،چې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه درې تنه نيول شوي او د نورو کسانو د نيولو په اړه هڅې روانې دي.
د پروان د ولايتي شورا منشي شمس الحق شيرخاني هم ياده پېښه تاييدوي او وايي،چې دغه پېښه د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوې ده .
هغه په ياد ولايت کې د نامسوولو وسله والو د شتون په اړه اندېښنه وښوده او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه،چې د نامسوولو وسله والو مخه دې ونيسي کنه دغه ډول پېښې به زياتې شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن